The news is by your side.

بلاخره خليلزاد د افغانستان لپاره يو سم کار ترسره کړ

خبريال وېبپاڼه: زلمی خليلزاد په افغانستان کې يو جنجالي شخصيت لري، ډېری کسان د افغانستان د وروستیو بدلونونو دا ناسمو پايلو مسول هغه بولي، خو ځينې پوهان بيا وايي چې د خليلزاد ملامتول د هغه کسانو کار دی چې صرف يو ملامت کس پيدا کول غواړي یو ګنهګار پيدا کول غواړي، دا کسان په حقيقت کې د ډېرې ټیټې کچې پوهه لري، دا پوهان وايي امريکا داسې هېواد نه دی چې د خپلې پاليسۍ په ځای خليلزاد پرېږدي چې د خپل طبعيت مطابق حرکت وکړي، د پوهانو په خبره خليلزاد چې څه کړي هغه د امريکا د حکومت پاليسي او موخه وه، که څوک يو شيطان لټوي نو ښه به وي چې امريکا ته ګوته ونیسي. تېره ورځ بيا همدې جنجالي شخصیت زلمی خليلزاد د نړيوالو څخه د افغانستان په هکله مهمې غوښتنې وکړې، هغه په عين حال کې د امريکا له حکومت څخه وغوښتل چې د افغانستان قيد شوې پيسې دې ازادې کړي، زلمي خليلزاد زياته کړه چې افغانستان د یوه اقتصادي ناورين سره د مخ کېدو په حال کې دی او له دې څخه د خلاصون لپاره دا ډېره مهمه ده چې ددې هېواد پيسې ازادې شي. نوموړي وويل چې د امريکا کار په افغانستان کې نه دی خلاص شوی، امریکا بايد د افغانستان سره خپلو اړيکو پاللو ته دوام ورکړي او ددې هېواد سره مرسته وکړي، د یادونې وړ ده چې پرون د امریکا متحده ایالاتو اعلان وکړ چې د افغانستان سره د ۱۴۴ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت بشري مرستې ترسره کوي. د چارو شننونکي وايي چې امريکا بايد د خليلزاد خبرې ته غوږ شي ځکه بشري مرستې بېرته ډېری د همدې بشري سازمانونو د کار کونکو په معاشونو، ټيکټونو، نورو مصارفو مصرفېږی ډېره برخه يې ګاونډیو هیوادونو ته ورکول کېږي نو ددې څخه مهمه داده چې د افغانستان خپلې قيد شوې پيسې ازادې شي ترڅو ددې هېواد عمومي اقتصاد يوه دمه واخلي او دلته هرڅه بېرته نورمالې خواته روان شي.

Comments are closed.