The news is by your side.

ايا وروستی افغان يهودی بېرته هېواد ته راځي؟

خبريال وېبپاڼه: زبلون سیمینتوف وروستی افغان يهودی و چې افغانستان یې څه موده وړاندې پرېښود، هغه تر ډېره د افغانستان څخه بهر نشو او غوښتل یې پخپل هېواد کې پاتې شي مګر په دې وروستيو کې حالات داسې شول چې چا لاره موندله د افغانستان څخه وتل یې د ځان سره یوه لویه نیکي بلله، ځکه خو نو ښاغلي زابلون هم افغانستان ته شا کړه او خپل هېواد یې پرېښود.

هغه د افغانستان څخه ترکیې ته ولاړ او تمه یې درلوده چې د هغه ځای څخه امريکا ته ولاړ شي، مګر اوس دی په ترکيه کې د يو لړ ستونزو سره مخ شوی دی، د راپورنو په بنسټ هغه اسرايلو ته د تګ څخه انکار کړی دی او ويلي یې دي چې دی نه غواړي هېڅکله اسرايلو ته ولاړ شي او هلته خپل ژوند وکړي، ده ويلي دي چې د افغانستان څخه د وتلو په مهال ده دا پلان هیڅ نه درلود چې اسرايلو ته به ځي او نه هم دا ورته ويل شوي و چې اسرايلو ته وړل کېږي، ده زياته کړه چې په کابل کې دده سره ژمنه شوې وه چې د امریکا متحده ایالاتو ته به ځي، له همدې کبله ده دا خبره ومنله ځکه چې په امريکا کې يو څه خپل خپلوان هم لري.

نوموړی وايي اوس ورڅخه غوښتل کېږي چې اسرايلو ته ولاړ شي خو دی به هېڅکله اسرايلو ته ولاړ نشي، يو اسرایلي شرکت چې اوس دده د هوټل مصرف ادا کوي له ده څخه غواړی چې اسرايلو ته ولاړ شي، ښاغلی زابلون چې بې خرڅه هم ښکاري وايی چې لکه څنګه دده سره ژمنه شوې وه په همغه ډول بايد امریکا ته ولاړ شي، ده ويلي چې د ژمي لپاره بايد یوه اندازه جامې هم واخيستل شي.

زبلون سیمینتوف ګواښ کړی دی که چېرې امريکا ته يو نه وړل شي نو دې به بېرته افغانستان ته ولاړ شي او هلته به ځان تا، لبانو ته تسليم کړي، ده ويلي صرف امریکا ته ځي که هلته ولاړ نشي نو تيار دی چې بېرته افغانستان ته ولاړ، اسرايلو ته تګ ته هېڅ تيار نه دی.

Comments are closed.