The news is by your side.

د تا، لبانو حوصله کمېږي؛ امريکا ته یې د رسميت پېژندنې په هکله خطرناک وړانديز وکړ

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو چارې ورځ تر بلې ددې حکومت د واکمنانو حوصلې ته زيان رسوي او نا هيلي رامنځته کوي، تراوسه د پاکستان په شمول هېڅ هېواد دې ته نه دی تيار شوي چې د افغانستان دا نوی حکومت په رسمیت وپېژني، دې چارې د حکومت لپاره په سياسي او اقتصادي ډول ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي چې پايله یې د حکومت او ملت دواړو لپاره ښه نه ښکاري.

تازه د حکومت وياند ذبيح ا م نن په یوه خبري کنفرانس کې وويل چې يوازې دا خبره نده چې د افغانستان نوی حکومت د نړيوالو له لوري په رسميت پېژندلو ته اړتيا لري بلکې نړيوال هم اړ دي چې د افغانستان نوی حکومت په رسميت وپېژني، ذبیح ا م ددې خبرو په دوام کې يوه خطرناک ټکي ته اشاره وکړه چې کېدی سي دا په نړيوالو باندې هېڅ ښه ونه لګېږي په ځانګړي ډول د امريکا په متحده ايالاتو او غربي هېوادونو باندې.

ذبيح ا م وويل چې که چېرې د امريکا متحده ايالات او نوره نړۍ د افغانستان د حکومت څخه غواړي چې د افغانستان څخه دې ددوی په وړاندې کوم تهدید نه وي موجود، او ددوی څخه حساب غواړي، نو بيا پکار ده چې د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني، ده وویل چې نړۍ داسې نشي کولای چې هم د یو حکومت په شکل موږ په رسمیت نه پیژني او بل لوري ته بيا د يو حکومت په شکل زموږ څخه پوښتنه او حساب کوي، ده زياته کړه چې دوی د حکومت مسولیت مني خو نړيوال هم بايد دوی د یوه حکومت په ډول په رسمیت وپیژني.

د چارو شننونکي وايي چې ذبيح ا م خبرې که څه هم منطقي وې خو ګوتڅنډنه او ګواښ پکې له ورايه ښکارېده چې دا به نړيوال په ښه ډول ونه ارزوي او کېدی شي چې د نوي حکومت د رسمیت چارې نورې هم زيانمنې کړي، پوهان وايي چې نوی حکومت په دې حد او موقعيت کې نه دی چې نړیوال په دا ډول لهجه باندې مخاطب کړي پکار ده چې له حوصلې څخه کار واخلي‌.

Comments are closed.