د اماراتو له لوري د نظربند کېدو خبرونو ته د غني غبرګون راغی
خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني په هکله وړاندې داسې خبرونه ترلاسه شوي و چې ګواکي هغه د کوربه هېواد عربي متحده اماراتو له لوري د ځينو محدوديتونو سره مخ دی او نشي کولای چې د رسنیو سره خبرې وکړي، بلکې ملاقاتونه یې هم داسې دي چې بايد لومړی د عربي متحده اماراتو له لوري تاييد شي بيا وروسته کولی شي د یو چا سره وګوري.
مګر د ځنډ وروسته د اشرف غني د حکومت د چارو د ادارې مطبوعاتي ريس محبوب شاه محبوب ويلي دي چې دا ګنګوسې حقيقت نلري، اشرف غني د هېڅ ډول نظر بند سره نه دی مخ، بلکې د کوربه هېواد د ډيپلوماتيکو عرفونو او قوانینو په رڼا کې خپلې چارې مخته وړي، نوموړي زياته کړې ده چې اشرف غني همدا اوس د افغانستان حالات له نېږدې څاري او اوس مهال د افغانستان په تېره شل کلن جمهوري دوره باندې يوه کتنه کوي.
که څه هم اشرف غني څه موده وړاندې په رسنیو کې را څرګند شوی و خو د خپل تګ په هکله يې د حقايقو د وړاندې کولو کومه وعده او ژمنه چې کړې وه په هغه باندې يې تراوسه پورې عمل نه دی کړی ، ښاغلي غني ويلي و چې دی به د افغانستان څخه د وتلو په هکله ډېر حقايق د خپل ملت سره شريک کړي خو د هغه د تېښتې څخه تقريبا د دریو مياشتو په تېرېدو سره هغه بيا هم په دې اړوند څه نه دی ويلي، ځینې کسان په دې اند دي چې اشرف غني ځکه د خپل تګ په هکله څه نه وايي چې د عربي متحده اماراتو حکومت ورته ويلي دي چې دلته به هیڅ ډول سياسي فعاليت او څرګندونې نکوي.
تر دې وړاندې ځینې افغانانو په ټولنيزو رسنيو کې دا کمپیان پیل کړی و چې عربي متحده اماراتو د افغان پخواني ولسمشر د بيان ازادي اخيستې ده او پکار ده چې هغه ته د بيان ازادي ورکړل شي او هغه پرېښودل شي چې د افغانستان په هکله حقايق بیان کړي، مګر اوس بيا هغه ته دا نېږدې سرچينې وايي چې داسې کوم څه شتون نلري غني د هېڅ ډول نظر بند سره نه دی مخ، ددې هرڅه سره سره ياد سرچینه نه وايي چې اشرف غني به د خپلې تېښتې په هکله حقايق د ملت سره کله شریکوي.
Comments are closed.