The news is by your side.

اشرف غني له اماراتو څخه بل هېواد ته ځي

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان پخوانی ولسمشر چې اوس مهال په عربي متحده اماراتو کې ژوند کوي ددې هېواد د پرېښودو په تکل کې دی، د افغانستان د ملي امنیت پخواني ريس رحمت الله نبیل ويلي دي چې اشرف غواړي د لبنان تابعيت ترلاسه کړي‌.

د اشرف غني مېرمن د لبنان هېواد ده، نو د لبنان د قانون په بنسټ اشرف غني کولی شي چې د لبنان د تابعيت درخواست وکړي، د يادونې وړده چې تراوسه پورې اشرف غني پخپله په دې اړوند څه نه دی ويلي.

ويل کېږي چې اشرف غني په متحده عربي اماراتو کې دريو لړ محدوديتونو سره مخ دی، د راپورونو په بنسټ اشرف غني نشي کولای چې پرته له دې چې د اماراتو د هېواد د حکومت څخه اجازه ترلاسه کړي د يو چا سره وګوري، په همدې ډول اشرف غني نشي کولای چې له رسنیو سره خبرې وکړي، يانې يو ډول نظربند ژوند تېروي.

خو د اشرف غني د چارو د ادارې پخواني مطبوعاتي ريس محبوب شاه محبوب بيا پرون ماښام وويل چې اشرف غني نه دی نظر بند، د کوربه هېواد د ډيپلوماتيکو عرفونو په رعايت کولو مکلف دی خو نور کوم محدويت ورباندې نشته دی‌.

مګر شنونکي وايي چې د ځينو مجبوریتونو له کبله اشرف غني په رسمي ډول دا نشي منلي چې نظربند دی خو په حقيقت کې هغه نظربند دی، ځکه هغه چې کله اماراتو ته ورسیده نو سمدلاسه یې اعلان وکړ چې دی به ډېر ژر د کابل څخه د خپلې تېښتې په هکله د يو لړ حقايقو پرده پورته کړي، خو دا دي مياشتې تېرې شوې چې هغه هیڅ نه دي ويلي، شنونکي وايي امارات به هغه ته اجازه ورنکړي چې په هغه هېواد کې داسې کومه خبره وکړي چې هغه د امريکا د متحده ايالاتو د حکومت خلاف وي، د پوهانو په باور په لنډ وخت کې به د غني لپاره ګرانه وي چې د کابل د سقوط په هکله حقايق بیان کړي.

Comments are closed.