د تا، لب چارواکو سره تر ليدنې وروسته ترکمنستان مهم اعلان وکړ
خبريال وېبپاڼه: د پاکستان، ازبکستان وروسته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر هم د کابل دوره وکړه، رشید مرادوف د افغان چارواکو سره په مهمو مسائلو باندې بحث وکړ، د خبرو اصلي تمرکز په اقتصادي مسايلو باندې و، افغان لوري ترکمن وزير ته ډاډ ورکړ چې د ترکمنستان له لوري د لويو پروژو امنيت به دوی ساتي او په امنیتي ډول به اقتصادي پروژو ته هېڅ ډول ګواښ نه وي موجود، ترکمن وزير هم افغان لوري ته ډاډ ورکړ چې سترې اقتصادي پروژې او افغان ترکمن همکاري ددواړو هېوادونو په ګټه ده.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان لوري سره د ليدنې وروسته وويل چې د افغانستان په هکله په جوړېدونکو غونډو کې د افغانستان د لوري يانې د تا، لبانو ګډون ډېر زيات اړين دی، مرادوف وويل چې دوی له دې مسلې څخه ملاتړ کوي چې تا، لبان دې د افغانستان په هکله په جوړېدونکو غونډو کې ګډون وکړي.
په دې ليدنه کې يوه بله د پام وړ مسله دا وه چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د امنيتي سکتور له وزيرانو لکه ددفاع وزير او د کورنیو چارو وزیر سره ليده کاته درلودل او د اقتصادي پروژو د امنيت په هکله د يادو وزراتونو وزيرانو ترکمن وزير ته ډاډ ورکړ، د ملي دفاع وزير په ښکاره وويل چې دی د لويو اقتصادي پروژو امنيت په مستقيم ډول په غاړه اخلي.
په دې ليدنه کې د ريل پټلۍ د پروژې د پراختيا، د ټاپي پروژې د پيل کېدو او همدارنګه د سوداګرۍ د ودې په هکله خبرې اترې وشوې، تر ټولو مهمه مسله د ټاپي پروژې مسله چې بايد زر تر زره پيل شي.
د يادونې وړ ده چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه ټول پای ته رسېدلي دي، د تېر حکومت په دوران کې د يادې پروژې پيل کېدل د ځينو امنیتي ستونزو له کبله ودرېدل خو نوي حکومت ويلي دي چې په افغانستان کې نوره جګړه پای ته رسېدلې ده او دوی به د يادې پروژې امنيت تضمين کړي.
Comments are closed.