The news is by your side.

تا، لبانو د ملي بيرغ په هکله مهم بيان خپور کړ

خبريال وېبپاڼه: په دې وروستيو کې يو ځل بيا په ټولنيزو رسنیو کې د افغانستان د ملي بيرغ او د تا، لبانو د بیرغ په هکله ناندرۍ په زياتېدو شوې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لوبې يوه ورځ مخکې د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم یوه غړي د مینوالو څخه وغوښتل چې سبا د لوبې ميدان ته د افغانستان ملي بيرغ وروړي، ددې خبرې په مقابل کې د تا، لبانو یو غړی او فعال جنرال مبين دومره غوسه شو چې د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو ته یې اخطارونه ورکړل او ویې ويل چې که چېرې دوی د تا، لبانو سپین بیرغ ونه مني هغه ښکل نه کړي نو بيا ولا که کرکټ راڅخه وکړي.

د تا، لبانو ددې غړي له لوري د ملي ټیم د لوبغاړو ګواښل د افغان ملت له سخت غبرګون سره مخ شول، په ټولنيزو رسنیو کې مطلق اکثریت افغانانو د مبين دا خبرې د افغانستان د هويت او شان سره ددښمنۍ نښه وبلله او له موجود حکومت څخه یې وغوښتل چې دداسې اشخاصو خوله دې وتړي، ددې غبرګون وروسته حکومت مجبور شو چې اعلاميه خپره کړي، د کورنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې جنرال مبين خپل شخصي نظر بيان کړی دی دا په هېڅ صورت د حکومت نظر او موقف نه دی، حکومت په ټول وس د کرکټ د ملي لوبډلې ملاتړ کوي.

د بیرغ د مسلې د اوږدېدو سره د حکومت وياند ذبيح ا م وويل چې دوی تراوسه پورې هم د ملي بیرغ په هکله نهايي پرېکړه نه ده کړې، دوی دا مسله د بحث لپاره خلاصه پرېښې ده، مجاهد پخپله وينا کې وويل چې دوی د ملي بيرغ په ارزښت پوهېږي چې دا د افغانستان د خپلواکۍ او د انګليسانو په وړاندې د شکست بیرغ دی خو زياته يې کړه چې دا بيرغ څو ځله د ناسمو اهدافو لپاره هم وکارول شو، نوموړي زياته کړه چې يوه شورا به د ملي بيرغ او ځينو نورو ملي مسايلو په هکله يو بحث وکړي او دا پرېکړه به بيا په رسمی ډول اعلان شي.

Comments are closed.

koi finance