The news is by your side.

روسیې د افغانستان په هکله خپل اصلي پلان اعلان کړ

خبريال وېبپاڼه: په افغانستان کې د تا، لبانو د واک د رسېدو وروسته ټول هېوادونه د افغانستان په هکله پخپلو پاليسيو او پلانونو کې بدلونونه راولي.

تازه د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف د روسیې د یوه تلويزيون سره پخپله مرکه کې وويل چې د اوس لپاره د افغانستان په هکله ددوی پلان او مسوليت دادئ چې ددې هېواد څخه خپل هېواد روسیې ته د هر ډول ګواښ مخه ونیسي، نوموړي زياته کړه چې په اوس وخت کې دوی صرف غواړي چې د افغانستان څخه ګاونډیو هېوادونو ته د افراطيانو د نیږدې کېدو مخنیوی وکړي او په عين زمان کې ددې هېواد څخه د نشه يي توکو ګواښ له منځه يوسي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پخپله وينا کې د روسیې دامنیت لپاره د منځنۍ اسيا هېوادونو اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ويل چې پرې به نه ږدي چې د افغانستان څخه نا امني د منځنۍ اسيا هېوادونو ته سرايت وکړي.

سېرګي لاوروف وويل چې دوی د امنیت په برخه کې د تا، لبانو هڅې په رسمیت پېژني، نوموړي وويل چې د روسیې او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د ويزې رژيم شتون نلري له همدې کبله ددې هېوادونو امنيت د روسیې لپاره په وروستۍ درجه ډېر مهم دی، نوموړي زياته کړه د پولو د امنیت او دننه د افغانستان د امنيت په هکله د تا، لبانو هڅې ډېرې زیاتې مهمې دي او دوی دا هڅې په رسميت پېژني، نوموړي زياته کړه چې په افغانستان کې نا امني زياتېږي نو ددې سره به ټوله سيمه تر ګواښ لاندې وي.

د‌ روسیې د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د تا، لبانو او سیمې په هکله دا ډول څرګندونې کوي چې تراوسه پورې دې هېواد د افغانستان نوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، څو ورځې وړاندې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په یوه وینا کې وویل چې د تا، لبانو سره د تعامل او اړیکو شتون مهم دی خو د رسميت پېژندنې په برخه کې بايد له بېړې څخه کار وانخيستل شي‌.

Comments are closed.