The news is by your side.

انګلستان فرانسې ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ

خبريال وېبپاڼه: د فرانسې او انګلستان ترمنځ يو ځل بيا جنجال د زياتېدو په حال کې دی، له کله نه چې انګلستان له اروپايي ټولنې وتلی دی له هغه ورځې د فرانسې او انګلستان ترمنځ جنجال نور هم زیات شوی دی.

د انګلستان د بهرنیو چارو وزیرې لیز تروس نن په فرانسې غږ وکړ چې د انګلستان څخه خپل ګواښونه لرې کړي که نه دوی به په نورو لارو چارو غور وکړي، نوموړې وويل چې فرانسه په غیرې منطقي ډول په مانش ټاپوګانو کې او د برتانوي ماهي نيونکو په برخه کې انګلستانmanavgat escort
تهدید کوي چې دا به ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې سختې خرابې کړي‌.

د انګلستان د بهرنیو چارو وزیرې نن ويل چې فرانسویان په حقه نه دي، د تجارت نړيوال او د ځانګړو توافقنامو قوانینو ته نه دي ژمن او که چېرې دوی خپل دې عمل ته دوام ورکړي نو انګلستان به د اروپايي ټولنې د تجارت د توافقنامې له قوانينو په استفادې د فرانسې په وړاندې اقدام وکړي، کله چې د مېرمن ليز څخه وپوښتل شول چې فرانسه بايد په څومره side escort
وخت کې لاس پکار شي هغه وويل چې پکار ده دا ستونزه فرانسه په ۴۸ ساعتونو حل کړي.

د ۲۰۲۱ م کال د ماهي نيولو د سيمو او کچې د معلومولو په مذاکراتو کې که څه هم د انګلستان او اروپايي ټولنې ترمنځ يو توافق رامنځته شو خو د فرانسې له لوري بيا هم ځینو ستونزو شتون درلود، مياشت وړاندې فرانسې د برتانوي ماهي نيونکو يوه کښتۍ ونیوله او ددوه هېوادونو ترمنځ ناندريو زور واخيست.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د فرانسې سره نړيوال سياست او معاملې يارانه نکوي، په دې وروستيو کې فرانسې د لسګونه میلیارده ډالرو قرارداد د استراليا سره له لاسه ورکړ او ياد هېواد دا قرارداد يو طرفه لغوه کړ، بيا پسې په ليبيا، الجزایر او نوره افريقا کې ددې هېواد په وړاندې مخالفتونه وروستي حد ته ورسیدل.

escort manavgat

Comments are closed.