The news is by your side.

د پاکستان سفير تا، لبانو مهم خبرداری ورکړ

خبريال وېبپاڼه: پاکستان په پرلپسې ډول د تا، لبانو ته داخلي چارو کې يا داسې ووايو د افغانستان په داخلي او کورنيو چارو کې مداخله کوي، تېر ځل د تا، لبانو وياند وروسته د ډېر ځنډ څخه وويل چې پاکستان حق نلري افغانانو ته دا ووايي چې څه ډول حکومت جوړ کړي دا د افغانانو خپل ذاتي کار دی، مګر نن د پاکستان سفير ددې هرڅه څخه يو قدم وړاندې ولاړ او لا خطرناکې څرګندونې یې وکړې.

د پاکستان سفير احمد منصور خان نن په کابل کې وويل چې که چېرې په افغانستان کې يو ټول شموله حکومت رامنځته نشي نو په افغانستان کې به کورنۍ جګړه رامنځته شي، تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم ويلي و چې په افغانستان کې بايد يو ټول شموله حکومت رامنځته شي که نه و په افغانستان کې د کورنۍ جګړې احتمال دی.

د پاکستان سفير په کابل کې دا هم ويلي دي چې که چېرې تا، لبان د خپلو ګاونډيانو او د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او په اقتصادي ناورين بريالي شي نو دا احتمال شته دی چې په افغانستان کې يوه پایداره سوله رامنځته شي.

د چارو شنونکي وايي که څه هم په افغانستان کې نوی حکومت يو لړ اصلاحاتو ته اړتیا لري چې دا خبره پخپله حکومت هم مني خو د موجود حکومت په وړاندې دې په دې کچه باندې مسله ځواک شتون نلري چې هېواد کورنۍ جګړې ته یوسي، شنونکي وايي د پاکستان له لوري په بيا بيا د کورنۍ جګړې ګواښ يادول د يو لړ ناوړه موخو لپاره مطرح کېژي که نه په ځمکنی واقعيت کې په هېواد کې داسې هېڅ ځواک نشته چې د موجود حکومت په وړاندې لوی نظامي ګواښ رامنځته کړي، پوهان وايي نباید د افغانستان د موجود حکومت په وړاندې د دا، عش او یو نورو جنګ پلوه کړيو په ملاتړ تبليغات او سياسي فعاليت وشي.

Comments are closed.