The news is by your side.

تا، لبانو دریځ نرم کړ، له دوحې دوبۍ ته نرم پيغام ورکړل شو

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني د ډېری کسانو له لوري په ځانګړي ډول د پوهانو له لوري دداسې يو شخص په صفت منل کېږي چې د تا، لبانو په وړاندې یې ډېر مقاومت وکړ، دا خبره ښکاره وه چې دوران د بدلون په حال کې دی غني بايد واک پرېږدي خو هغه دا کار په سوله ايز ډول هیڅ وخت نه مانه، مګر وروسته چې پوه شو چې کېدی شي په کابل کې د پایلوچ تا، لب تر کونداغونو لاندې شي نو پښې یې سپکې کړې او وتښتېده.

مګر اوس تا، لبانو د هغه په هکله يو څه نرمې څرګندونې کړې دي، ان اوس تا، لبان په اشرف غني باندې د افغانستان څخه د تښتول شويو پيسو تور هم جدي نه نیسي، په دوحه کې د تا، لبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر نعيم وردګ د شفقنا وېبپاڼې سره پخپله مرکه کې دغه ټکو ته اشاره وکړه، نوموړي وويل چې د افغانستان په پخواني ولسمشر اشرف غني باندې د پيسو تورونه ډېر دقیق نه دي او دوی په لاس کې داسې څه نه لري چې په حقيقي ډول ثابته کړي چې اشرف غني له افغانستان څخه پيسې تښتولې دي.

د نوموړي په خبره دوی اشرف غني بخښلی دی، لکه څنګه چې د ټولو هغه کسانو لپاره چې د تا، لبانو په ضد ولاړ و عفوه شوې همدا ډول اشرف غني ته هم عفوه شوې ده، تر دې وړاندې د تا، لبانو د سياسي دفتر یوه بل وياند سهيل شاهين ويلي و چې اشرف غني کولي شي کابل ته ولاړ شي هلته به د هغه امنیت لکه د نورو افغان سياستوالو خوندي وي، خو زياته کړې یې وه چې که اشرف غني د افغانستان څخه په ريښتيا پيسې وړې وي نو دا د ملت مال دی او پکار ده چې د افغانستان مرکزي بانک ته یې وسپاري.

د افغانستان څخه د اشرف غني د تېښتې په مهال روسي رسنيو داسې خبرونه خپاره کړل چې هغه د افغانستان څخه په ميليونونو ډالر وړي دي، د روسي رسنیو ترڅنګ غربي رسنیو هم دا ډول خبرونه خپاره کړل ان د امريکا د کانګرس ځينو غړو ددې هېواد له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې دا مسله وڅیړي او که چېرې حقيقت ولري نو بايد غني په دې هکله حساب ورکړي.

Comments are closed.