The news is by your side.

تازه خبر: آی سي سي په بېړنۍ توګه د کرکټ بورډ مشر عزيزالله فضلي وروغوښت

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزيزالله فضلي د کرکټ د نړيوالې شورا له لوري ورغوښتل شوی دی، د فضلي غوښتنه په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د افغانستان کرکټ بورډ کې حالت ګډوډ دی.

عزيزالله فضلي په داسې حال کې د کرکټ د نړيوالې شورا له لوري وربلل کېږي چې په عين وخت کې د کرکټ د نړيوالې شورا له لوري د افغانستان د بشپړ غړيتوب د لغوه کولو ګنګوسې زیاتې شوې دي.

د کرکټ د نړيوالې شورا ددې مهم اقدام څخه يوه ورځ وړاندې په کابل کې کرکټ په يوه نظامي حالت کې واقع شو او د تا، لبانو وسله والو ځواکونو په کرکټ بورډ هجوم وروړ، د تا، لبانو له لوري په کرکټ بورډ لشکر کشی وروسته له هغه وشوه چې پرون د کرکټ بورډ له رسمي صفحې څخه دا خبر خپور شو چې د عزيزالله فضلي په ځای پخوانی لوبغاړی ميرويس اشرف ددې بنسټ مشر ټاکل شوی، مګر له دې پېښې وروسته سمدلاسه د تا، لبانو جنګياليو په کرکټ بورډ هجوم وروړ او دا خبر د کرکټ بورډ له صفحې څخه فوراً ډېلېټ شو.

د ترلاسه شویو معلوماتو په بنسټ د تا، لبانو يوه برخه د بدري ځواکونو تر ملاتړ لاندې د ميرويس اشرف ملاتړ کوي او بله یې د عمري ځواک تر ملاتړ لاندې د عزيزالله فضلي، پرون ددې دوو ډلو بې شمېره وسله وال په کرکټ بورډ ورننوتلي و او نېږدې وه چې وسله واله شخړه رامنځته شي.

خبريال ډاټ کام ته د کرکټ د نړيوالې شورا يوې معتبرې سرچينې وويل چې د کرکټ د نړيوال شل اوريز جام له ختمېدو وروسته سمدستي عزيزالله فضلي د يادې شورا له لوري وربلل شوی دی ترڅو د افغانستان د کرکټ په راتلونکي او همدارنګه په کرکټ کې د نوي حکومت د توندې مداخلې په هکله بحث وشي، تمه ده چې عزيزالله فضلي به د افغانستان په کرکټ کې د روان غوبل سپيناوی وکړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د کرکټ بورډ اجرايوي ريس هم د تا، لبانو د یوه نازولي ان- س حقاني له لوري شړل شوی و، د کابل له نيولو وروسته تا، لبانو د کرکټ په شمول د لوړو دولتي ادارو نيولې تر ښوونځيو او ښوونکو پورې تصفیه پيل کړې او هرڅه هر نښان هره نښه بدلوي.

Comments are closed.