The news is by your side.

د ملي بيرغ په هکله د تا، لبانو د بهرنیو چارو د وزير هیله بخښونکې خبرې

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د ملي تحریک مشر محمد اسمعيل يون وايي چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزير م ا متقي سره یې ګټورې خبرې کړې دي، نوموړي ويلي چې د متقي سره یې د افغانستان په یو لړ مهمو مسايلو کې لکه ملي بيرغ باندې خبرې اترې کړې دي.

ملي بيرغ په دې وروستيو کې د ډېری افغانانو او تا، لبانو ترمنځ د ټکر په يوه نقطه بدل شوی دی، ځکه نوي حکومت نه يوازې چې ملي بيرغ د هېواد د هر لوري راټول کړی او لرې کړی دی بلکې ددې سره سره چارواکي یې ددې بيرغ مینوال هم بد يادوي او تېره اونۍ خو ان د تا، لبانو د کابل د امنیې قومندان وياند مبين د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي تهدید کړل او ورته ویې ویل چې باید تا، لبانو سپين بیرغ ددوی سره وي او ددې بيرغ سره مينه وکړي او ددې بيرغ لاندې ولوبیږي.

خو ښاغلی یون وايي چې د بهرنیو چارو د وزير سره په خبرو کې يې په هکله حساسیتونو ته ددوی پام را اړولی دی، وايي ښاغلي متقي ورته ويلي چې د افغانستان دری رنګه بیرغ ته هېڅوک غیرې اسلامي بيرغ نشي ويلی، پکار نده چې په ټولنه کې د بيرغ په سر ټکر رامنځته شي.

که څه هم متقي وايي چې د افغانستان دری رنګه بیرغ ته څوک غیرې اسلامي بيرغ نشي ويلی او ترڅنګ یې ذبيح ا م هم وايي چې د افغانستان دری رنګه بیرغ د انګریز د اشغال وروسته پورته شو او د قدر وړ دی خو بيا هم دوی ددې بيرغ د لرې کولو لپاره شپه ورځ یوه کړې ده.

کرکټ چې اوس د نوي حکومت ترمنځ د وسله والو په یوه ميدان بدل شوی دی او په بورډ کې ستر غوبل روان وي ددې ادارې تا، لب سي او هم د کرکټ‌د نړيوالې شورا غوښتي چې ددوی بيرغ دې په لوبو کې پرېږدي، په داسې حال کې چې د کرکټ نړیواله شورا همدا اوس د افغانستان په غړیتوب غور کوي چې لغوه یې کړي خو تا، لب مشر يې وايي چې ددوی سپین بیرغ باید پریښودل شي.

شنونکي وايي چې د ملي ارزښتونو او سمبولونو په وړاندې باید حکومت دا ډول محوه کوونکی چلند ونکړي، بلکې دا ملي ارزښتونه چې د افغانستان د ملت د هويت يوه برخه تشکيلوي پخپل ځای پرېږدي او د هېواد د ملي یووالي او هويت د قوي کېدو لپاره کار وکړي.

Comments are closed.