fbpx

کندهار: د ترهګرو ډله نیول شوې

په کندهار کې د ترهګرو څلور کسیزه ډله نیول شوې
د کندهار د ملي امنیت منسوبینو له لورې د ترهګرو څلور کسیزه ډله نیول شوې. په دې څلور کسیزه ډله کې ذبیح الله مشهور په نقیب، سمیع الله مشهور په اسدالله، عزیز الرحمان او دوست محمد نومي په کې شامل دي.

نوموړو څلورو تنو د کندهار ښار ترڅنګ په یو شمېر ولسوالیو کې  کې هم ترهګریزې کړنې ترسره کولې، د قومي مشرانو، دولتي او غیر دولتي مامورینو پر وژلو کې یې هم لاس درلود.

له یاده دې پاتې نه وي چې د ٩ او ٥ ناحیې اړوند یې ساتونکي دوه پولیس هم تر خپل هدف لاندې درلودل چې د ولس او په ځانګړې توګه د ملي امنیت مؤظفینو له خوا په ځانګړو عملیاتو کې د دوه میله تفنګچو سره یوځای نیول شوي، نیول شویو کسانو هم په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.