The news is by your side.

امرالله صالح تا، لبانو ته نوی فرمایش ورکړ

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړی مرستيال امرالله صالح وايي چې تا، لبان دې د ښوونکو او ډاکټرانو څخه باج نه اخلي، نوموړی وايي چې تا، لبانو پخوا د‌ښوونکو او ډاکټرانو د معاش څخه شل سلنه باج اخيسته چې ملګري ملتونه بايد دا شل فيصده پيسې بايد نور تا، لبانو ته ورنکړي.

صالح په دې خوښي څرګنده کړې ده چې د ښوونکو او ډاکټرانو معاشونه به نړیواله ټولنه ادا کړي، ده ويلي د تا، لبانو بای پاس کولو او ښوونکو او ډاکټرانو ته په مستقيم ډول د نړیوالې ټولنې له لوري د تنخوا ورکول ډېر ښه کار دی او ددې سره بايد په تا، لبانو هغه د باج فيصدي هم بنده شي چې دوی به د ښوونکو او ډاکټرانو څخه ترلاسه کول.

امرالله صالح چې په دې وروستيو کې يې بيا ويناوې پيل کړي دي څو ورځې وړاندې د اشرف غني څخه وغوښتل چې د خليلزاد سره د سولې په هکله ترسره شوې خبرې رسنيزې کړي ترڅو ټول خبر شي، صالح دا نه و ويلي چې په دې خبرو کوم لوی محرم څه شته که نه، خو د اشرف غني له لوري دده دې خبرو ته هیڅ ډول غبرګون ښکاره نشو.

ښاغلی صالح او يوه ډله نور پلويان یې د افغانستان د سقوط پړه په خليلزاد اچوي خو شننوکي بيا دا خبرې احمقانه بولي او وايي چې د افغانستان حکومت سقوط د زيات فساد له کبله حتمي و لکه څنګه چې د امريکا ولسمشر جوبایډن ويلي و چې که لس کاله وروسته هم له افغانستان څخه وتلی بيا به هم دا ډول حالت رامنځته کېده.

په افغانستان کې د اقتصادي بحران له کبله ملګرو ملتونو ومنله چې د افغانستان د روغتيا پالانو او ښوونکو معاشونه به دوی ادا کړي، د يادونې وړ ده چې په هېواد کې تراوسه ښوونځي او پوهنتونونه په بشپړ ډول نه دي پرانيستل شوي، شخصي پوهنتونونه خلاص دي مګر دولتي پوهنتونونه تراوسه پورې تړلي دي، د بل لوري په ډېری ولايتونو کې د نجونو ښوونځي هم تړلي دي.

Comments are closed.