The news is by your side.

تا، لبانو پاکستان کې د اسلامي نظام غوښتونکي سیکولر نظام منلو ته تیار کړل

خبريال وېبپاڼه: د پاکستان حکومت خبر ورکړی دی چې د پاکستاني تا، لبانو سره د يوې مياشتې اوربند پيل شو، دا اوربند وروسته له هغه پيل کېږي چې د افغان تا، لبانو د کورنیو چارو وزیر سراج، الدين حقا ني په منځګړیتوب د پاکستاني حکومت او تا، لبانو ترمنځ په خوست ولايت کې خبرې ترسره شوې.

ددې توافق دقیق جزيات تراوسه نه دي مالوم خو په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېدونکې يوه نسخه شته ده چې د ملک د ملي ګټو په اساس پکې د جنګ درولو فيصله شوې ده، په دې نسخه کې په پاکستان کې د اسلامي نظام لفظ هم نه ليدل کېږي.

د حیرانۍ ځای دی د افغانستان تا، لبان په رسمي ډول په پاکستان کې د اسلامي نظام غوښتونکي دې ته په قانع کړل چې د پاکستان سيکولر حکومت ومني، خو پخپله بيا په افغانستان کې دوی اعلان کړی و چې امريکا ووځي نو بيا هم دوی په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي ترڅو اسلامي نظام راشي.

مګر همدا تا، لبان اوس په پاکستان کې د اسلامي نظام د رامنځته کیدو لپاره مبارزه کوونکي خلک قانع کوي، ددوی په پاکستان زړه خوږېږي چې پاکستان وران نشي افغانستان که ټوټه ټوټه شو هیڅ پروا نکوي.

د کورنیو چارو د حقاني وزير وياند قاري سعید خوستي يوه ورځ په یوه تلويزيوني بحث کې د پاکستان له لوري امريکا ته د اډو ورکولو او ددوی د پخواني نظام د ړنګولو په هکله وويل چې هغه وخت د پاکستان ملي ګټو دا ايجابوله، پاکستان ته د پاکستان ملي ګټې مهمې دي.

هغه وخت څوک نه و چې ښاغلي خوستي ته ووايي چې دا د افغانستان ملي ګټې هم تاسې کوم ارزښت لري که نه، که یې لرلی نو بيا په ۲۰۰۱ م کال کې تاسې ته کومو ملي ګټو امر کړی و چې د اسامه امريکا ته مه سپارئ او امريکا ته د افغانستان د اشغال بهانه مه ورکوئ، مګر دوی لوړو پوهانو ويل چې امريکا هسې هم حمله کوله، چې دا یو ماشومانه ځواب دی، امريکا د حملې لپاره لږ تر لږه يوه نمايشي نړيوال مشروعیت ته اړتیا درلوده چې پرته له هغه یی برید نه کاوه.

هر هېواد د خپلو ملي ګټو لپاره د امريکا د حملې ځان ساتي، د هغې بهانې لرې کوي مګر تا، لبانو هغه وخت دا سوچ ونه کړ او ډېر يې اوس هم وياړی چې د اسامه څخه یې په لکونو افغانان لوګۍ کړل، د يوه انسان لپاره د لکونو انسانانو وژل د کومو ملي ګټو امر و.

بس د افغانستان ملي ګټې څښتن نلري.

ليکوال: سيد احمد حقپال

Comments are closed.