The news is by your side.

په لومړي ځل تا، لب وياند د پاکستان په هکله د شک ډک بیان ورکړ

خبريال وېبپاڼه: د پاکستان حکومت د افغانستان د تېر حکومت سره ډېره ساده لوله وکړه خو ډېره زياته ګټه یې ترې ترلاسه کړه، کېدی شي هغه د وخت د حکومت مجبوري او يا ځان غوښتنه او خیانت و، خو اوس یې همدغه پاليسي تا، لبانو ته هم په لاره اچولې ده او تا، لبانو اوس ورباندې اعتراف هم کړی دی.

د نوي حکومت وياند ذبيح ا م پرون د پاکستان په هکله يو حقيقت په ښکاره بيان کړ، هغه وويل چې د پاکستان حکومت له دوی سره زیاتې وعدې کوي خو د عمل په ساحه کې بيا ددوی سره هغه ډول نه دي او خپلې ژمنې نه عملي کوي.

د مجاهد دا خبره په ډېرو برخو کې د تصديق وړ ده، پاکستان په بیا بيا باندې همدا د اوسني حکومت او هم له پخواني حکومت سره ژمنې کړې دي خو په عمل کې بيا دغو ژمنو ته هیڅ وفادار نه دي.

څه موده وړاندې د پاکستان حکومت د کندهار د ځايي چارواکو سره توافق وکړ چې د کندهار وګړي به دې هېواد ته په پېژندپاڼه سفر کولی شي مګر بله ورځ یې هېڅوک په کندهارۍ پېژندپاڼه هم نه پریښودل، ددې ترڅنګ د سوداګرۍ په برخه کې هم کيسه همداسې ده، د يوه لوري پاکستان وايی چې د افغانستان څخه په راتلونکو توکو پرته له مڼو باندې یې ماليه معاف کړې ده، دا ښه غوړه ژمنه ده مګر په عمل کې بيا پاکستان د افغان سوداګرو په وړاندې د کال په مهم فصل کې دروازه وتړي.

پاکستان به د تېر حکومت سره ژمنې وکړې او ددې ژمنو په بدل کې به يې له افغان حکومت څخه ځينې امتيازات هم واخیستل مګر ژمنې هیڅ وخت عملي نشوې او د ژمنو په شکل پاتې شوې، دا د خوښۍ ځای دی چې نوي حکومت هم دا حقيقت ژر درک کړ خو پکار ده چې ددې حقيقت په درک کولو سره نه بديلو لارو چارو غور وکړي.

ليکوال: احمد خان اچکزی

Comments are closed.