The news is by your side.

تا، لبانو د نوي پوځ د کسانو شمېر اعلان کړ

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان پخوانی پوځ تیت پرک شو، اوس اړتيا ليدل کېږي چې يو نوی پوځ رامنځته شي، نوی حکومت وايي چې دوی ژمن دي چې يو قوي او غښتلی پوځ رامنځته کړي، د افغانستان لوی درستيز پرون وويل چې د تېر حکومت د پوځ کسان بېرته پخپلو ليکو کې نیسي، نو يوازې هغه کسان به نيول کېږي چې لوړې مسلکي زده کړې لري او په فساد کې نه وي ښکېل.

د نوي پوځ د تشکيل او جوړیدو په هکله خبرې ډیرې دي، ډېری کسان دا فکر کوي چې د نوي پوځ مالي منابع به څنګ پوره کېږي ددې پوځ تشکيل به څومره وي، د ملي پوځ د شمېر خبره مهمه ده، وړاندې داسې خبرونه خپاره شوي و چې ګواکي د پاکستان له لوري دا غوښتنه مطرح شوې ده چې افغانستان به په لوړ شمېر پوځ نلري او د پوځ شمېر بايد په زرهاوو کې وي.

مګر اوس د هېواد لوی درستیز مولوي فصيح الدين وايي چې د اوس لپاره به د ملي پوځ شمېر ۱۵۰ زره کسه وي، د مولوي فصيح الدين په خبره د تېر پوځ مسلکي او هغه کسان چې په فساد کې نه وي ښکېل بېرته جذب کیږي، تر دې وړاندې د کورنيو چارو وزير وياند قاري سعيد خوستي هم ويلي و چې د پخواني پوځ کار کوونکي دې بېرته خپلو دندو ته حاضر شي.

که څه هم هېودوال د تا، لبانو د عمومي عفوې خوښ ښکاري خو وايي چې په ډېرو ځايونو کې تا، لب وسله وال د خپلو مشرانو خبرې ته دومره توجو نکوي او د پخواني حکومت ځینې نظامي کار کوونکي شکنجه کوي او ځينې بيا ان وژني.

د نظامي چارو متخصصين وايي چې دا ډېره ښه خبره ده چې نوی حکومت د زاړه حکومت پوځي کسان بېرته خپلو دندو ته دعوت کوي خو زياتوي چې دا کار بايد عملي وي نه يوازې د خبرو تر حده، پوهان په دې باور دي چې يوه مسلکي اردو او پوځ به وکولی شي چې افغانستان د کورنیو او بهرنیو ګواښونو دواړؤ څخه وساتي.

Comments are closed.

koi finance