The news is by your side.

افغانستان کې د هند او پاکستان خطرناکه سيالي څوک ګټوونکی کيږي؟

خبريال ويب پاڼه/ دا ښکاره خبره ده چې له تير حکومت سره د هند مرستې او اړيکې يوازي د خواخوږۍ لپاره نه بلکې د پاکستان سره د سيالۍ لپاره هم وې، خو اوس بيا همدې افغانستان کې د پاکستان پر تبعه جوړ خلک چې تا لبان دي واکمن شوي چې ښایي دې هېواد کې د هند ګټې خطر کې واچوي.
په دې هکله يوه څېړنيز مرکز يو راپور خپور کړی او پکښي يې د دې دواړو هېوادونو د ګټو او د هغوی يو د بل مقابل کې د مبارزې څرګندونه شوې.
د ويلسن په نوم دا مرکز وايي چې دواړه هېوادونه به د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره یو د بل مقابل کې سيالي حتمي کوي.
دذدې مرکز مرستیال مایکل کوګلمن په خپله تازه مرکه کې ويلي چې هند هڅه کوي ترڅو افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي، خو دا هېواد په دې ډاډه دی چې مقابل لوری پاکستان به د دوی ګټې په حتمي ډول سره ګواښي او اجازه به ورنکړي چې په اسانۍ هند خپلو موخو ته ورسېږي.
هغه ويره څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به دا سيالۍ ناندرۍ را وپاروي او ان دا ږغ به په نړيواله کچه هم بدرګه او زيات خپور شي.
ده د اوس لپاره د دې سیالیو د پيل خبره وکړه او یوه ښه بېلګه يې په یادو هېوادونو کې د افغانستان په هکله د کنفرانسونو جوړول وبلل.
ما د خدای ج لپاره يار ليدلی نه دی
پاکستان او هند دوه هغه هېوادونه دي چې يو د بل ټه وړاندې يې هم په مستقيم ډول سيالۍ کړې او همدارنګه يې په افغانستان کې هم د خپلو موخو لپاره ډير څه کړي اصلي خبره همدا ده چې په دې دوه هېوادونو کې له افغانستان سره د هر يوه نژدې والی د دوی د سیالیو یوه برخه ده وړاندې پاکستان خو اوس هند د افغانستان څخه ډاړ لري او غواړي خپلې سيالۍ په ګټه واړوي

Comments are closed.