The news is by your side.

پاکستان د غني له حکومته ګيله من خو له تالبانو يې رضايت وښود

خبريال ويب پاڼه/ د پاکستان د ملي امنيت سلاکار مويد يوسف د اشرف غني له حکومته خورا ګيله کړې او هغه يې په ښه نوم نه دی ياد کړی.
مويد يوسف خبرداری ورکړی چې د تالبانو سرپرسته کابينه له دوی سره جوړه ده خو د غني په مشرۍ حکومت ورسره هومره نه وو، جوړ.
ده څرګنده کړې چې دوی پر تالبانو کنټرول نلري او د افغانستان اوسنی حکومت په خپلو ټولو چارو کې مستقل رويش کولای شي.
دا مهم پاکستانی چارواکی پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د تالبانو د بهرنيو چارو وزير امر خان متقي پاکستان ته تللی او هلته به ځینې ليدنې کتنې ترسره کړي، د متقي د دې سفر په اړه د ليدنو کتنو په هکله ويل شوي او څومره چې تمه کيدله نوموړي ته تود هرکلی نم دی شوی.
داسې ښکاري چې پاکستان نور ډ تالب هومره چې يې مخکې درلوده پروا نلري او اوس پر يوه بل افشن کار کوي چې څه به رامنځته ته کړي.

افغانستان کې د هند او پاکستان خطرناکه سيالي څوک ګټوونکی کيږي؟
په دې هکله يوه څېړنيز مرکز يو راپور خپور کړی او پکښي يې د دې دواړو هېوادونو د ګټو او د هغوی يو د بل مقابل کې د مبارزې څرګندونه شوې.
د ويلسن په نوم دا مرکز وايي چې دواړه هېوادونه به د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره یو د بل مقابل کې سيالي حتمي کوي.
دذدې مرکز مرستیال مایکل کوګلمن په خپله تازه مرکه کې ويلي چې هند هڅه کوي ترڅو افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي، خو دا هېواد په دې ډاډه دی چې مقابل لوری پاکستان به د دوی ګټې په حتمي ډول سره ګواښي او اجازه به ورنکړي چې په اسانۍ هند خپلو موخو ته ورسېږي.
هغه ويره څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به دا سيالۍ ناندرۍ را وپاروي او ان دا ږغ به په نړيواله کچه هم بدرګه او زيات خپور شي.
ده د اوس لپاره د دې سیالیو د پيل خبره وکړه او یوه ښه بېلګه يې په یادو هېوادونو کې د افغانستان په هکله د کنفرانسونو جوړول وبلل.
ما د خدای ج لپاره يار ليدلی نه دی
پاکستان او هند دوه هغه هېوادونه دي چې يو د بل ټه وړاندې يې هم په مستقيم ډول سيالۍ کړې او همدارنګه يې په افغانستان کې هم د خپلو موخو لپاره ډير څه کړي اصلي خبره همدا ده چې په دې دوه هېوادونو کې له افغانستان سره د هر يوه نژدې والی د دوی د سیالیو یوه برخه ده

Comments are closed.