ايران او تا، لبانو په حساس وخت کې مهم تړون لاسليک کړ
خبريال وېبپاڼه:ايران او تا، لبانو په حساس وخت کې ډېر مهم تړون لاسليک کړ، د افغانستان د نوي حکومت او ايران ترمنځ توافقات په چټکۍ سره پراخېږي، په داسې حال کې چې تراوسه ايران نوی افغان حکومت په رسميت نه دی پېژندلی مګر د تا، لبانو سره يې توافقات چټک په مخ ځي، د یوه لوري د تا، لبانو سره اختلافات هم لري مګر تجاري چارې ددې تر اغېز لاندې نه راځي.
د تازه تړون په اساس افغانستان به د ايران څخه سل میګاواټه بریښنا وپېري، دغه برېښنا به د افغانستان لويديځ ولايتونو ته ورکول کېږي ترڅو پورې هلته د برېښنا د کمبود ستونزې حل کړي، د افغانستان د بريښنا شرکت حکمت الله نورزی وايي چې دوی هيله مند دي چې په دې تړون سره به د افغانستان د غربي ولایتونو په ځانګړي ډول د هرات ولايت د برېښنا ستونزه حل شي.
د برېښنا د شرکت ویاند په یوه پیغام کې ویلي دي چې دا بريښنا به يوازې هرات ښار ته نه ورکول کېږي بلکې فراه او نيمروز ولايتونه به هم ددې تړون څخه برخمن شي او دې ولايتونو ته به هم برېښنا ورکړل شي.
د افغانستان د برېښنا شرکت سرچینې وايي چې افغانستان په کلني ډول ۸۵۰ میګاواټه برېښنا اړتیا لري چې دغه اړتیا په اوس کې تر ډېره د بهرنیو سرچینو څخه پوره کېږي، په اوس وخت کې افغانستان ۶۲۰ میګاواټه برېښنا د نورو هیوادونو څخه واردوي او ۲۳۰ میګاواټه پخپله توليدوي.
د ایران او افغانستان ترمنځ د برېښنا د توافق په داسې حال کې رامنځته کېږي چې افغانستان تراوسه پورې د ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان د بريښنا پورونه نه دي ادا کړي، دا پورونه د افغانستان د تښتېدلي پخواني ولسمشر اشرف غني له وخت څخه پاتې دي، نوي حکومت ددغه هېوادونو څخه غوښتي دي چې د رسميت پېژندنې د ستونزې تر حل کېدو پورې ورته صبر وکړي.
Comments are closed.