The news is by your side.

پاکستاني تا، لبانو د اغزن تار په هکله عمران خان ته مهم شرط وړاندې کړ

خبريال وېبپاڼه: د تحریک تا، لبان پاکستان او ددې هېواد د حکومت ترمنځ د سولې خبرې روانې دي، تېره ورځ اعلان وشو چې دواړه لوري به د يوې مياشتې لپاره د یو بل په وړاندې هېڅ ډول عمليات نه ترسره کوي او اوربند به قايمېږي، په دغه موده کې به نورې خبرې په مخ وړل کېږي او د تحریک تا، لبان پاکستان بنديان به آزادېږي.

که څه هم د خبرو بشپړ جزيات معلوم ندي مګر دا ښکاره ده چې دواړه لوري به خپلې غوښتنې لري، څو ورځې وړاندې ځينې پاکستانیو چارواکو رسنیو ته وويل چې افغان تا، لب حکومت هم ورسره ژمنه کړې ده چې د خبرو د ناکامۍ په صورت کې به دوی د تحریک تا، لبان پاکستان په وړاندې عمليات ترسره کوي، مګر په کابل کې د حکومت وياند ذبيح ا م وويل چې دا ډول خبرونه حقیقت نلري دوی به په هېڅ صورت د ت ط پ په وړاندې عمليات ترسره نکړي.

لکه څنګه چې پورته يادونه وشوه چې په دې خبرو کې به دواړه لوري خپلې غوښتنې او خپل شرطونه لري، د ترلاسه شویو معلوماتو په اساس باندې تحریک طالبان پاکستان د پاکستاني حکومت څخه غوښتي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په فرضي پوله باندې موجود اغزن تار باید لرې کړی شي، دوی ويلي دي چې په ياده فرضي کرښه بايد آزاد تګ راتګ شتون ولري او په وړاندې یې هیڅ ډول مزاحمت ترسره نشي.

په دوهم قدم کې بيا تحريک تا، لبان پاکستان ددې هېواد د حکومت څخه غوښتي دي چې د وزيرستان او ملاکنډ څخه بايد خپل پوځيان وباسي، دوی ويلي دي چې پخپله سيمه کې د پاکستاني پوځ شتون ورته د منلو نه دی، همدارنګه ياد تحريک په مذاکراتو کې په ډاګه کړې ده چې دوی به پاکستاني حکومت ته خپلې وسلې تسليم نکړي، ددې ترڅنګ په یاده سیمه کې د شرعي نظام عملي کول هم غوښتل شوي دي.

پاکستاني تا، لبان په داسې وخت خپل وړاندیزونه بيانوي چې تېره ورځ ددې هېواد د اطلاعاتو مرکزي وزير وويل چې د مذاکراتو د بریا لپاره دا ډېره مهمه ده چې تحريک تا، لبان پاکستان دې ددی هېواد اساسي قانون ومني.

Comments are closed.