The news is by your side.

د جرمني له لوري افغان کډوالو ته مثبت خبر

خبريال وېبپاڼه: جرمنی یو له هغه هېوادونو څخه دی چې د کابل د سقوط وروسته ېې‌ بدون له ډېر ځنډ څخه اعلان وکړ چې د تا، لبانو سره به خپلې اړيکې جاري وساتي، تازه ددې هېواد د بهرنیو چارو وزير ويلي دي چې د تا، لبانو سره مذاکراتو ته دوام ورکوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هيکو ماس نن پخپلو خبرو کې وويل چې په افغانستان کې د تا، لبانو سره خبرې کوي ځکه چې په افغانستان کې په زرګونه داسې خلک موجود دي چې د جرمني ورته د پناه ورکولو حق منلی دی نو په خوندي شکل د هغوی د خروج لپاره دا مهمه ده چې د تا، لبانو سره خبرې اترې وشي.

تر دې وړاندې د اګېسټ په مياشت کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان ګاونډيو هېوادونو پاکستان، ازبکستان او تاجکستان ته تللی و او ددغه هېواد د چارواکو سره يې د هغو افغانانو د تخلیې په هکله خبرې کړې وې چې د جرمني له لوري یې د پناه غوښتنې ليکونه منل شوي دي، نوموړي ددې هیوادونو څخه غوښتي و چې د هغه افغانانو په وړاندې خپلې پولې پرانیزي چې د جرمني له لوري منل شوي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر پخپلو خبرو کې وويل چې اوس هم ستونزې شته دي، ځینې هېوادونو ته اوس هم د ځمکې له لارې ورتګ ډېر ګران دی، هغه په ځانګړي ډول د ازبکستان او تاجکستان یادونه وکړه او ویې ویل چې دې هېوادونو ته د ځمکې له لارې د هغو افغانانو ورتګ ډېر ګران دی چې د جرمني له لوري منل شوي دي، ياد وزير زياته کړه چې د هر هېواد سره خبرې يو ډول پايله نه ورکوي.

ښاغلي ماس زياته کړه چې د کابل له لارې د ملکي الوتکو په واسطه د ځینو کسانو د انتقال پروسه پيل شوې ده خو موږ هڅه کوو چې دا پروسه ډېره چټکه شي او هغه افغانان ژر ترژره تخليه شي چې ژوند یې د ګواښ سره مخ دی او د جرمني له لوري منل شوي دي‌

Comments are closed.