د متقي له لوري په افغان سفارت کې ټاکل شوي د القاعده غړي څوک دي؟
خبريال وېبپاڼه: امیر خان متقي په سفار تونوکې دالقاعدي او تشدد فکر وړ ، اشخاص ګمارلي ،
دمثال په ډول .
سر دار محمد شکیب چې دوځله په پاکستان کې زندانې شوئ
اول ځل په کراچۍ کې دالق- اعده له خوا تمویلیدونکې مجلي [ العزم ] په نوم مدیر مسأول پاته شوی ، دا مجله دالق- اعدي دیو تن مشهور غړي عبد الرحمن افغاني الأصله سعودي ټبره لخوا تمیولي ده په ورستیو کې عبد الرحمن نامئ عرب دوزیریستان په غرنو کي امریکایې ډرون په نښه کړ .
سر دار محمد بیا تر یو کال تری تم کیدو بیرته ازاد شو
دوهم ځل په ۲۰۰۷ کې په کويټه کې ونیول شو تور یې دا وار هم په وز یرستاتونې کې دالق- اعدي له میشتو غړیو سره اړیکې وي ، تر ( ۷ )کاله ورکیدو ورسته سردار شکیب ازاد شو ، دکابل دنظام تر نړیدو پوري نوموړئ دهغه کمیسون دلیکونې په صفت کار کول کوم چې دط- البانو له لوري دپاکستان دحکومت د أی ، ایس ، أی ، ادارو سره داړیکو لپاره ګمارل شوی ؤ .
دم ګړئ دامیر خان متقې له لوري په پاکستان کې دافغان سفارت لپاره اول سکر تر تعین شوئ ابل پرون دمتقي هرکلي ته دپاکستان دبهرنیو چارو دوزارت له ځو تنو مامورينو سره یو ځای داسلام اباد میدان ته ورغلی ؤ او دارنګه په رسمې بانډارو کې یې ګډون در لود .
نا ببره خو دا ده چې اسلام اباد نوئ نظام په رسمیت نده پیژندلئ خو سر دار شکیب سکر تر دی کار کوي ، نړیوال ډیپلو ماتیک قوانین خو دوه اړخیځه رسمیت اړین بولي .
دارنګه دمعلوماتو له مخې چې په دوحه کې هم دامیر خان متقې له لوري دافغانستان په سفارت کې ګمارنې شوي ، دسفارت مخکني کار کونکو ځینو سرچينو ته زیاته کړې چې محمد نعیم وردګ او یوبل تن دنجیب په نوم ګمارلي .
ویل کیږي چې ډاکتر وردګ په دوحه کې دط- البانو دسیاسي دفتر ویاند هم ؤ، او په تشدد لرونکې سلفي فکر شهرت لري ، او دا هم کره معلومات دي چې نوموړئ دط- البانو دپخوانې نظام له نړیدو ډیر ورسته دط- البانو له لیکو سره یو ځای شوئ ، ویل کیږي چې نعیم وردګ پخوا په وزیرستان کې دالق- اعدي دنامور مشر حفیظ سلطان چې په ابو یزید سره یې هم شهرت در لود نیژدي ملګری پاته شوی ددوی په روزنیزو مرکزوکې پوره وخت پاته شوئ .
مانا داچې وردګ له الق- اعده ډلي ځخه دط- البانو تحریک ته دننه شوئ .
اوس امیر خان متقي ولي له داسې اشخاصو نه په بهرنیو سیاسې ګمارونو کې ګټه اخلي یو مر موز ه پوښتنه ده ..؟
بل دا چې په کومو نړیوالو کړنلارو قطري چار واکې دکابل داوسنی حکومت سیاسي ډيپلو ماتان په رسمي ډول مني چې نه دوي او نه ددنیا کوم بل هیواد ، رسما منلئ ، داسې ویل کیږي چې دامیر خان متقې دغه دوه تنو ډیپلو ماتانو ته دقطر دبهرنیو چارو وزارت دیپلو ماتیکې ویزي ندي ور کړل شوي ، خو دوی دافغانستان په سفارت کي په کار بوخت دي .
معلومه نده چې ددوی سره کوم ډول ویزي دي…؟
دا هم بل مر موز سواال .
ليکوال: عبدالله بړېڅی
Comments are closed.