د ځنډ وروسته تا، لبانو د خلکو مهمه غوښتنه ومنله
خبريال وېبپاڼه: د تا، لبانو له لوري په یوه بيان کې ويل شوي دي چې له دې وروسته هېڅوک حق نلري چې پخپله چاته سزا ورکړي، دا کار به صرف د محکمې له لوري کېږي او که بل تا، لب وسله وال دا کار ترسره کړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.
تا، لبان په داسې حال کې دا مهم بيان ورکوي چې په هېواد کې ډېری خلک د تا، لب جنګياليو څخه شکایت کوي، دوی پخپل سر یو کس رانيسي او په داسې يوه جرم چې تراوسه ورباندې ثابت هم نه وي د ټولو خلکو په وړاندې یې سپکوي او ډېر ناوړه چلند ورسره کوي.
يوه ورځ وړاندې په جمهوریت روغتون کې یو کس چې د تا، لب جنګيالي سره یې شناخت درلود دا شناخته جنګيالی روغتون ته راوست او د یوه نرس څخه يې شکايت ورڅخه وکړ، په داسې حال کې چې ياد جنګیالي په قضيه هېڅ ځان پوه نکړ د روغتون نرس ته یې په کنځلو پيل وکړ، د هغه په غاړه کې يې لاسونه ورواچول او د خلکو په وړاندې یې بیرون ته لکه يو کال کش کاوه.
دا یوه پیښه نه ده، په کابل کې یې تېره ورځ د یو کس سره په تليفون سندرې ولیدې نو لوی کس يې د خلکو په وړاندې څملاوه او ورته یې چې سينه کشي وکړه، په دوی کې ځينې کسان نه قانون پیژني، نه شريعت نه هېڅ، صرف خپل زور ويني او د خلکو سره ډېره ناوړه رويه کوي.
اوس چې تا، لب چارواکو په رسمي ډول خپل سرۍ منعې کړې نو اومید دی چې ددې کړنو مخه به ونيول شي، خو زياته هیله په لنډ وخت کې ځکه نشته چې همدا اوس د حکومت له لوري د تلیفونونو کتل منعه دي خو تا، لبان همدا اوس ورځو کې د کوټ سنګي په دهبوري سيمه هره ورځ د خلکو تلیفونونه ګوري د خلکو شخصي انځورونه د خلکو هرڅه ګوري او ورپسې خلک شپکوي او وهي.
راپور جوړونکی: حميدالله فخري
Comments are closed.