The news is by your side.

د ليدنې دوه ساعته وروسته: عمران خان بيا تا، لبانو پسې پخوانۍ خبره تکرار کړه

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې تا، لبان هيله لري لومړی به یې پاکستان په رسمیت وپېژني ځکه نور هېوادونه لا تراوسه له دې پرېکړې ډېره فاصله لري نو دوی هيله لري چې پيل پاکستان وکړي نو ورو ورو امکان شته نور هېوادونه به هم زړه ښه کړي مګر په پاکستان کې حالت عجيب دي، د تا، لبانو سره تر ليدنې څو ساعته وروسته عمران همغه ډول وغږاوه چې ټول يې غږوي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان بيا په یوه بيان کې وويل چې تا، لبان بايد یو ټول شموله حکومت جوړ‌کړي، په‌داسې حال کې چې په پاکستان کې تا، لب وزير پخپلو څرګندونو کې پاکستانيان سخت خوښ کړل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې فرضي پولې ته سرحد وويل، دا یې وويل چې په افغانستان کې به هېڅ ډول پاکستان ضد څوک پرېنږدي، وايی پاکستان ضد کس ته په افغانستان کې ځای نشته ددې ترڅنګ یې وويل چې لويه اردو نه غواړي د پخواني پوځ هېڅ پوځي به په ملي اردو کې پرېنږدي خو ددې هرڅه وروسته پاکستان بيا هم تا، لبانو هغه څه وايي کوم څه چې امريکا وايي، ټول شموله حکومت.

شنونکي وايي چې د نړۍ غوښتنه ټول شموله حکومت دی خو د افغان ملت غوښتنه په حکومت کې متخصص کسان ځاي په ځاي کول دي، مګر نړيواله ټولنه صرف د تبليغاتو په نامه دا خبره مطرح کوي يا داسې ووايو نړيواله ټولنه ټول شموله حکومت داسې یو حکومت غواړي چې پکې ددوی کسانو ته واک ورکړل شي او که دا مسله هم نه وي بيا نو نړيوال دا خبره هسې د يوې بهانې په شکل کاروي، د سعودي عرب حکومت د نورو هېوادونو حکومتونه کوم یو ټول شموله دی چې اوس دې د تا، لبانو دوه میاشتنی حکومت سمدلاسه داسې ولسواک پال ديموکرات شي.

د پوهانو په خبره چې پاکستان بيا هم د افغانستان ضد صف په سر کې ځای لري، اوس هم پاکستان په دې پوهېږي چې ګټه يې د امريکا په څنګ کې ده، کله چې په تا، لبانو د سياسي فشار وخت وي نو پاکستان هم په تا، لبانو سياسي فشار اچوي او څه چې نړۍ شرط اېږدي همغه دی هم اېږدي او کله چې د امريکا له لوري د نظامي یرغل خبره وي نو بيا پاکستان سمدلاسه ورته خپل هوايي ډګرونه، سمندري بندرونه او فضا په واک کې ورکړي.

Comments are closed.