The news is by your side.

په سخته ورځ کې د ازبکستان له لوري افغانانو ته ښه خبر

خبريال وېبپاڼه: مزارشريف ته د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي پخپل سفر کې ددې ښار ښاريانو ته ښې ژمنې کړې دي، دغه ازبک چارواکی د ۳۰ متخصصو نفرو سره راغلی و او د مزارشريف د والي او نورو چارواکو سره يې لیدنې کتنې درلودې.

عصمت الله ايرګيش بلخ ولايت ته پخپل سفر کې وویل چې دوی د افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او د افغانستان د مهمو بنسټیزو پروژو په رغونه کې به مرسته کوي، دغه ازبک چارواکي د بلخ د هوایی ډګر د بيا فعال کولو لپاره د خپلې مرستې ژمنه کړې ده او ويلي يې دي چې د ځان سره يې ۳۰ نفره متخصص کسان راوستلي دی ترڅو د بلخ د هوايي ډګر هغه برخې چې زيان يې ليدلی دی بيا ورغوي.

د تېر حکومت د سقوط وروسته د بلخ هوايي ډګر هم زیان وليد او ډېر مهم سامان آلات یې د زيان سره مخ شول، ازبک مقام وويل چې دا دېرش نفره همدا اوس سمدلاسه لاس پکار شوي دي او د هوايي ډګر زیانمنې برخې او سامان آلات تشخيص کوي او وروسته یې رغوي.

په دغه ليدنه کې د بلخ وايي قدرت الله اوبوحمزه وويل چې د ترانسپورت وزارت يو هيئت هم بلخ ته رسېدلی دی او دغلته د ازبک چارواکو سره د بلخ د هوايي ډګر د بيارغونې او د ریل پټلۍ په هکله خبرې کوي، ددې ترڅنګ نوموړي د برېښنا په هکله هم د خبرو کولو څخه خبر ورکړ او ويې ويل چې د ازبک لوري سره توافق شوی دی چې د بانکي سيستمونو تر بشپړو فعال کېدو پورې به د افغانستان برېښنا نه پرې کوي.

د ترانسپورت د وزارت مرستیال وویل چې ازبکستان د بلخ د هوايي ډګر ټول سامان آلات بيا فعالوي او رغوي يې، نوموړي زياته کړه چې د هوا پېژندنې د اطفايې او په نورو ډېرو برخو کې ازبکستان ورسره د بيارغونې ژمنه کړې ده او د ځینو د رغونې چارې پيل شوې دي.

Comments are closed.