The news is by your side.

حامد کرزي د تالبانو پر قدرت شک وکړ او خطرناکه خبرداری يې ورکړ

خبريال ويب پاڼه/ ډيری پخواني افغان سياستوال له افغانستانه تښتيدلي او بهرنیو هیوادونو ته تللي خا يو لږ شمېر چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پکښي شامل دی په افغانستان کې پاتي دي.
تازه حامد کرزي د افغانستان د راتلونکي په هکله اندیښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې د افغانستان د نا امنه کولو لپاره لا هم هڅې روانې دي.
حامد کرزي تازه د افغانستان په اړه د سيمه ييزو هېوادونو يوه انلاين کنفرانس ته په‌وروستيو کې په يو شمیر ولايتونو کې د نا امنیو پيښو ته په کتنه ويلي لا هم د افغانستان د بې ثابته کولو لپاره د پردیو دسيسې روانې دي او غواړي افغانستان نا امنه کړي.
ده د خپلو خبرو په دوام خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې بې ثابتي د ټولو په زيان ده او څوک دي داسې فکر نه کوي چې د افغانستان بې ثباتي به ورته تاوان ونکړي.
د ده په وینا لا هم داسې ښکاري چې د پرديو هڅې روانې دي د دې لپاره ترڅو چې په دې هېواد کې جګړه دوام پيدا کړي.
ده نړيوالي ټولنې ته وړانديز کړی چې له افغانستان سره په مرسته کولو دي د ترهه ګرو ډلو مخنيوی وکړي.
کرزی د تالبانو پر وړتيا شکي دی؟
دا چې تالبانو ته يو سقوط هېواد ور تر غاړې دی او خلک ټول په ځير سره ګوري چې دوی به څه وکړي خو ورځ تر بلې حالت د خرابيدو په حال کې دی او څوک نشته چې هر څه کنټرول کړي.
ښايي حامدکرزي هم پر هغه وړتيا چې تالبان به د افغانستان امنيت وساتي شک لري، ځکه نو داسې څرګندونې کوي، د طالبانو له راتګه په دې خوا د کابل په ګډون د‌ افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې درنې چاودنې شوې چې زيات زيان يې هم ملکي هېوادوالو ته رسیدلی، پر همدې حال که څه هم تالبان په ټول هېواد کې د پوره امنيت خبره کوي خو تراوسه پوري هغه وړتيا چې باور پرې کيدلای شي نه ده رامنځته ته شوې.
تالبان د اسلامي پوځ د ژر جوړيدو خبرداری ورکوي خو ورسره يې هممهاله ويلي چې د پخوا په څېر لویه اردو نه جوړوي، خو سوال دادی که چيري د داعش ډله په افغانستان کې وده کوي ايا د تالبانو دا لږ جنګيالي ورته بسنه کوي؟

Comments are closed.