The news is by your side.

د پاکستان او تا، لبانو د توافقنامې جزيات رسنيز شول

خبريال وېبپاڼه: د تا، لبانو د سوداګرۍ وزير چې د یوه لوري هيئت سره پاکستان ته تللی و ددې هېواد سره د ترسره شویو توافقاتو په هکله معلومات ورکړل.

ددې توافقنامې په لړ کې افغانستان دې ته قانع شوی دی چې پاکستان به د مرکزي اسيا په لور لاره ورکوي، په ځانګړي ډول به د مرکزي اسيا څخه پاکستان ته ګاز او تېل وړل کېږي او په دې دوه قلمه موادو به ځانګړې پاملرنه کېږي يا داسې ووايو دا دوه قلمه مواد به په اسانۍ پاکستان ته د افغانستان په لار وړل کېژي، په دوهم قدم کې به د اسلام اباد نړيوال هوايي ډګر د افغانستان د سوداګريزو توکو د ترانزیت لپاره تيارېږي او ددې لارې به افغانستان ته د سوداګریزو توکو وړل راوړل يو ځل بيا بيا شروع کېږي او افغان سوداګرو ته به دا اسانتيا رامنځته کیږي.

په دریم قدم کې توافق شوی دی چې دواړه هېوادونه به یوه ګډه غونډه جوړوي، دغه غونډه به د‌ پانګونې په برخه کې ترسره کېږي چې د دواړو هېوادونو لوی پانګوال به پکې ګډون کوي، په دې هکله جزيات ورنکړل شول چې دغه غونډه به په پاکستان کې جوړېږي او که په افغانستان کې، په څلورم قدم کې پاکستان ژمنه کړې ده چې د ويزې په برخه کې به افغان سوداګرو ته ځانګړې اسانتياوې رامنځته کوي، د ورکړل شویو معلوماتو په بنسټ پاکستان به افغان سوداګرو ته پینځه کلنه ويزه ورکوي ترڅو د دواړو هېوادونو سوداګري نوره هم وده وکړي.

په پينځم قدم کې توافق شوی دی چې په ګمرکونو کې به ظرفيتونه او زیربناوې پراختيا مومي، په دې ډول به هڅه کېږي چې ترڅو د سوداګرو مالونه د زيات وخت لپاره په ګمرک کې په تمه نشي، په شپږم قدم کې ژمنه شوې ده چې پاکستان به افغان سوداګرو ته په دې هېواد کې د پانګونې لپاره ګڼې اسانتياوې رامنځته کوي تراوسه ددې ځانګړتیاوو په هکله مشخص جزیات نه دي وړاندې شوي، په اووم قدم کې توافق شوی دی چې دواړه لوري به په دې کار کوي چې په لنډ وخت کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بسونو تګ راتګ پيل شي په دې ډول به افغان مسافرين د کابل څخه د بس له لارې کولی شي په مستقيم ډول پاکستان ته ولاړ شي.

Comments are closed.