The news is by your side.

جرمني ته په لار بند پاتې کډوالو ته ښه خبر راغی

خبريال وېبپاڼه: تر لنډې مودې پورې ترکیه اروپا ته د رسېدو ترټولو غوره لار ګڼل کېده او د همدې لارې په ميليونونو کډوالو اروپا ته‌ د تګ هڅه کوله چې ډېری يې له همدې لارې اروپا ته ورسېدل او ځينې بيا په همدې لاره له منځه ولاړل، مګر د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځ د ځينې توافقاتو وروسته ترکیې او د ترکيې دوه ګاونډیو هېوادونو یونان او بلغاریا پخپلو پولو باندې کنټرول زيات کړ او اوس ددې لارې اروپا ته رسېدل ډېر ګران شوي دي.

له همدې کبله کډوال اوس نورو بېلابېلو لارو ته مراجعه کوي، ځینې اوس هم د کښتۍ له لارې هڅه کوي چې د ترکیې څخه ايټاليا ته ولاړ شي او بيا د ايټاليا څخه ځان جرمني فرانسې او يا بلجيم ته ورسوي، خو دا لاره هم دومره خوندي نه ګڼل کېږي، او نو کډوالو ځانته نورې لارې پیدا کړې دي په لارو کې ترټولو مشهوره او بیروبار یې د بیلاروس لار ده.

اوس افغان، سوري او عراقي کډوال لومړی د بېلاروس سياحتي ويزه اخلي او د هغه ځای څخه بيا د پولنډ څخه په تېرېدو سره غواړي جرمني ته داخل شي، څو دلته لويه ستونزه داده چې پولنډ د کډوالو په وړاندې ډېره سخته پاليسي لري او نه پرېږدي چې دې هېواد ته کډوال داخل شي، همدا اوس ددې هېواد او بېلاروس په پوله باندې د کډوالو يو لوی جنجال روان دی، کډوال هڅه کوي پولنډ ته داخل شي او له هغه ځايه جرمني ته ولاړ شي خو پولنډي ځواکونه بيا پولنډ ته ددې کډوالو د داخلېدو سخت مخنیوی کوي او زور کاروي.

د پولنډ او بېلاروس په پوله کډوالو ته بلاخره يو ښه خبر د جرمني له لوري ورغی، د جرمني دریو ښارونو اعلان کړی دی چې دوی تيار دي ددې کډوالو څخه يوه اندازه ومني، تراوسه دقیق شمېر معلوم نه دی چې د جرمني دری ښارونه به څومره کډوال ومني خو ټول ټال په دې سيمه کې دوه زره کډوال شتون لري، ځينې هغه کډوال چې جرمنی يې منلو ته تیار دی اجازه ترلاسه کوي چې پولنډ ته داخل شي او د هغه ځای څخه بيا جرمني ته ولاړ شي.

Comments are closed.