The news is by your side.

کوېټ د چين لوی وړانديز رد کړ

خبريال وېبپاڼه: چین د نړيوال ليډرشيپ د ترلاسه کولو لپاره پراخو اقتصادي پلانونو ته ستره بوديجه ځانګړې کړې ده، په دې بوديجه کې ځانګړې برخه د افريقا او عربي هېوادونو لپاره په نظر کې نیول شوې ده، د چين دا پلان داسې روان دی چې په لومړیو کې د نړۍ د سوداګرۍ ټولې لارې او بندرونو پخپل کنټرول کې راولي او وروسته بيا په همدې لارو باندې خپل توليدات د نړۍ مارکېټونو ته وړاندې کوي.

تازه د کوېټ په رسنیو کې دا خبرونه خپاره شول چې د کوېټ او چین د یوه قرارداد په بنسټ به کوېټ چين ته خپل ځينې سمندري ټاپوګان په کرايه ورکوي، دغه خبر د کوېټ په ټولنيزو رسنيو کې غوغا جوړه کړه او ډېری خلکو ددې سخت مخالفت وکړ او د حکومت څخه یې وغوښتل چې سمدلاسه له دې پرېکړې په شاشي، د خلکو د غبرګون څخه وروسته د کوېټ د بهرنیو چارو وزیر په یوه خطاب کې خپل ملت ته وويل چې دا خبرونه حقيقت نلري.

ياد وزير وويل چې دوی د چين سره لويه سوداګري لري او په ډېرو برخو کې ورسره ګډ کار کوي او دا کار به نور هم پراخ شي خو د ټاپوګانو د کرايې کولو خبر چې کوم دی هغه حقيقت نلري او نه هم د کوېټ حکومت دا پلان لري چې ټاپوګان چین او يا بل هر هېواد ته په کرايه ورکړي.

که څه هم چې د کوېټ حکومت دا خبر ر‌د کړی دی مګر د چين پاليسي بيا دا برخه لري یانې چين د تورو هېوادونو د بندرونو ټاپوګانو او حتی ځمکو په کرایه کولو همدا اوس بوخت دی، ډېر وخت چين په یوه هېواد کې يوه لويه پروژه اخلي هغه په قرض باندې د هغه ملک د حکومت لپاره جوړوي خو کله چې حکومت ونه توانېږي چې د چين قرض ادا کړي نو بيا چین همغه پروژه د پنځوسو کلونو او يا د سلو کلونو لپاره پخپل واک کې اخلي.

Comments are closed.