fbpx

د سولې لپاره له خپلې چوکۍ هم تېر یم

اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله وايي، د رېښتینې او تل پاستې سولې لپاره چمتو دی له خپلې څوکۍ هم تېر شي.

خو په وینا تر چې طالبانو رښتینې سوله هغه هم له افغان حکومت سره د بین الاافغاني خبرو له لارې نه وي کړې، د دښمن په سترګه به ورته کتل کېږي.

ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن د وزیرانو شورا په اونیزه غونده کې وکړې. نوموړي وویل، هغه ډله چې د افغان ولس پر وړاندې جګړه کوي، دښمن دی او پر دې اړه د بیا فکر کولو اړتیا نشته ده.

د هغه په وینا طالبان به هغه مهال په دوست بدل شي، چې د افغان ولس پر ضد خپل جنایتونه پای ته ورسوي او خپلې اړیکې له نورو ترهګرو ډولو سره پرېکړي.

ډاکتر عبدالله وویل، چې افغان حکومت وسله والو طالبانو ته د سولې بې قید و شرطه طرحه وړاندې کړې او طالبانو ته هم پکار ده، چې له سرزوری لاس واخلي او بین الاافغاني خبرو ته کېني.

نوموړي ټینګار وکړ، چې که په افغانستان کې په رېښتینې توګه او تل پاتې سوله راځي نو دی له خپلې څوکۍ هم ورته تېر دی.

هغه په خپلو خبرو کې د افغان ځواکونو ورستیو لاس ته راوړڼو ته په اشارې زیاته کړه، چې د وسله والو پر وړاندې د افغان ځواکونو لاس ته راوړڼې د ستایلو دي او عملیات به دوام ولري.