The news is by your side.

د سهار له لوري د نارينه و لپاره ځانګړي او ګټور پينځه خواړه

خبريال وېبپاڼه: د سهار چای يا سهارنۍ تر هغه ډېره مهمه ده چې موږ يې فکر کو، په ځانګړي ډول د نارينه لپاره کوم چې سمدلاسه سهار په کار پيل کوي سهارنۍ کول ډېر زيات مهم دي، البته د ښځو لپاره هم سهارنۍ خورا مهمه ده، دواړه باید د سهار له لوري ګټوره صبحانه وکړي، خو ځينې خواړه دي چې په سهارنۍ یې خوړل زيات ارزښت او بايد حتماً وخوړل چې په دې ليکنه کې د همدې خوړو په هکله درته معلومات وړاندې کوو.

رومي بانجان؛ که څه هم په افغانستان کې د سهار له لوري دا رواج نشته چې څوک دې په سهارنۍ کې رومي بانجان وخوري خو که تاسی يې همدا نن پيل کړی نو هېڅ به پیښمانه نشی، تاسې کولای شی چې سهار د خپل سهارنۍ سره يو دوه دری دانې رومي بانجان هم راټوټې کړی، رومي بانجان همسې هم زياتې ګټې لري په ځانګړي ډول د نارينه و لپاره د پروستات د لویېدو مخنیوی کوي، د نارينه و ځانګړي قوت هم ګټه رسوي او نورې هم مهمې ګټې لري چې دلته یې د لیکنې د‌ نه اوږدېدو په پار له ليکو تېرېږو.

هګۍ؛ د سهارنۍ لپاره یو بهترین خواړه دي په دې باندې ټول اتفاق لري او د نړۍ په سراسر کې خلک ورڅخه خلک ګټه اخلي، د یوه لوري په زړه پورې خوند لري او د بل لوري بيا په هګیو کې ډېر ګټور مواد شتون لري، هګۍ پخپل کوچني ځان سره د پروټينو يوه ذخیره ده، په یوه هګۍ کې په نورمال ډول پینځه يا شپږ ګرامه پروتين شتون لري چې په دا نورو خوړو کې په هومره کوچني حجم کې پیدا کول ګران کار دی، په هګۍ کې په ځانګړي ډول د کولين مواد شتون لري کوم چې د عضلاتو د ودې لپاره حياتي ارزښت لري ددې ترڅنګ پکې لوتین هم شته دي کوم چې د سترګو او مغزو د روغتيا او ښې ودې لپاره ډېر ګټور دي له همدې کبله پکار ده چې هګۍ د سهارنۍ په لومړي سر کې شتون ولري.

د سهارنۍ څخه مخکې کولی شی چې څه مستې هم نوش جان کړی، په خالي معدې مستې او يا د مستو اوبه نوش جان کول د یوه وري ستاسې اشتها سموي او د بل لوری مو د ګڼو روغتيايي ستونزو څخه ژغوري، د تازه ترسره شویو څېړنو په بنسټ د مستو اوبه په خالي معده کولی شي چې آن ستاسې په پښتورګو کې موجودې تيږې/ډبرې ماتې کړي.

پنېر يا شيدې: پنېر او يا شيدې چې هر يو وي ستونزه نلري، که پېنر ته لاسرسی لري نو پنېر وکاروي او که پنېر نه وي له شيدو څخه ګټه واخلئ، دا دوه توکی مواد د هډوکو‌ د ودې لپاره ډېر زيات مهم دي، په ځانګړي ډول د غاښونو لپاره ډېر ګټور دي ځکه پخپل جوړښت کې په پراخه کچه باندې کلسيم لري په ياد لری چې د کلسيم د ښه مصرف کېدو لپاره بايد ويټامين ډي ترلاسه کړی ددې لپاره کافي ده چې په ورځ نيم ساعت خپل بدن ته لمر ورکړئ.

Comments are closed.