The news is by your side.

طالبان ولې په هره روژه کې تاوتریخوالی زیاتوي؟

خبریال وېب پاڼه/وسلوال طالبان هر کال د روزې په مبارکه میاشت کې د نور وخت په پرتله خپلو بریدونو ته زور ورکوي او تر اختره پورې خپل خونړۍ دریځ مخته وړي.

په دې خو به ښایي هر یو پوه وي چې وسلوال طالبان له کوم ځایه شیدي خوري او له کوم ځایه یې تغذیه کېږي، زه غواړم په دغه لیکنه کې هغو ټکو ته اشاره وکړم چې له امله یې طالب مشران نه غواړي په افغانستان کې د جګړې/ورانی ګیلم ټول شي او د پرمختګ لاره خلاصه شي، ځکه بیا د دوی د ګټو اکونټ له صفر سره مخ کېږي او د پاکستان لخوا هغه ورکړل شوي امکانات چې د خوب بڼه لري، ورڅخه اخیستل کېږي. مانا دا چې د پاکستان څارګرې ادارې طالبانو ته ټول امکانات او جایدادونه په پاکستان کې ورکړي دي او کله یې چې د ګټو خلاف را وڅرخېږي، پانګه یې کنګل او ټول جایداد یې ترې ګرځوي. که نور هم ورته خطرناک ؤ، نو له وژلو یې هم درېغ نه کوي.ه یې طالب اورپکي جګړه نه دروي او د افغان نامنتیي ځواکونو او ملکیانو پر وړاندې خپل تشدد او افراطیت ته ادامه ورکوي.

کابو هر کال د روژې مبارکې میاشتې په را رسېدو سره چې د مغفرت، رحمت او حکمت میاشت ده، د وسلوالو طالبانو لخوا جګړه زور اخلي او سلګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي. تېر کال هم په روژه کې څو خونړي بریدونه وشول او د لسګونو کسانو ژوند یې واخیست، تر هغې وړاندې کال هم کټ مټ د افراطیت دغه بهیر روان ؤ.

سږ کال چې امریکا له طالبانو سره د سولې لومړنی تړون هم لاسلیک کړ، تمه وه چې د افغان وژنې بهیر به بطي شي او یا به بیخي ودرېږي خو د تمې خلاف طالبانو اعلان وکړ چې دوی به جګړې ته دوام ورکوي او د اوربند په برخه کې یې د حکومت او نورو نړیوالو ښکېلو اړخونو غوښتنه رد کړه. دوی په یوه بیان کې وویل چې د اوربند غوښتنه نا معقوله ده او په وینا یې تر څو چې بین الافغاني مذاکرات پیل او بریالي شوي نه وي، دوی به خپلو بریدونو ته ادامه ورکوي.

همدا تازه نن په بادغېس ولایت کې د وسلوالو طالبانو لخوا پر امنیتي ځواکونو د برید په پایله کې ۱۳ سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. تېره اونۍ د طالب اورپکو لخوا د بریدونو یوه خونړۍ هغه وه چې تر ۶۰ زیاتو افغان امنیتي ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه وسلواله ډله چې اوبند نه کوي، عوامل یې دا دي چې دوی نه غواړي له جګړې څخه ترلاسه کېدونکي مادیات او ګټې له لاسه ورکړي. دوی د ټولو جګړو په ترسره کولو سره په هېواد کې د مافیایي کړیو لخوا باج اخلي، هخوا پاکستان ته د دوی د جګړې سلوی کرېډېت ورځي نو په هېڅ صورت نه غواړي، دوی دغه فرصتونه وبایلي.

دوه کاله وړاندې کله چې په اختر کې د دغې وسلوالې ډلې لخوا اوربند اعلان شو او د دریو ورځو لپاره افغان وژنه بنده شوه، طالبانو په کې زیات تاوان وکړ. له هغې ډلې یو دا ؤ چې د جګړې د لومړۍ کرښې ډېری تنکي ځوانان چې په نا خبرۍ د دغې اورپکې ډلې لیکو ته ورغلي وو، له جګړې متنفره شول او سوله ییز ژوند ته را وګرځېدل، ځینې نور د دوی په باور یاغي شول او د جګړې په ډګر کې یې هغه پخوانۍ شیمه له لاسه ورکړه.

که څه هم دوی له اوربند وروسته خپل یو شمېر جنګیالي جزایي کړل او دا ځکه چې دوی د اوربند په دوره کې ډېر نرمښت ښودلی ؤ. بله مهمه موضوع چې طالبان نه غواړي، خپله جګړه ودروي، هغه د دوی د جنګالیو تر منځ نظم دی. په روژه کې کې که دوی اوربند وکړي، تر اختر وروسته به طالبان لس سلنه جنګیالي هم د جګړې ډګر ته چمتو نه کړای شي، نو له همدې امله هڅه کوي خپل جګړه ییز یون جاري وساتي.

د موندنو له مخې تېر کال وسلوالو طالبانو له عشر او د له عامو افغانانو نه د جزیو په را ټولولو سره شاوخوا دوه نیم ملیارده ډالر را ټول کړي وو. په دې کې د پاکستان د څارګرې ادارې حقوق په ټوله معنا خوندي دي او اوس وخت کې چې پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان دی، طالبان د دوی لپاره یوه غوره مالي سرچینه ده. پاکستان په یوه غشي سل نښې هم ویشتلی شي خو دوې مهمې یط دا دي چې په افغانستان کې یې جګړه روانه ساتلې او د افغانستان له جګړې نه مادي ګټې هم ترلاسه کوي.

تر دې مهمه بیا دا چې د پاکستان څارګرې ادارې په طالبانو له عقیدوي اړخه داسه ښکېلاک کړی چې دوی یې ټول په وړیا توګه افغان وژنې ته چمتو کړي دي. د دوی به ښایي ډېره کمه کلداره په طالبانو مصرفېږي خو دوی پاکستان ته په ملیاردونو ګټه ور وړي.

خلاصه دا چې طالب مشران نه غواړي په افغانستان کې د جګړه، ورانی او د پرمختګ لاره خلاصه شي، ځکه بیا د دوی د ګټو اکونټ له صفر سره مخ کېږي او د پاکستان لخوا هغه ورکړل شوي امکانات چې د خوب بڼه لري، ورڅخه اخیستل کېږي. مانا دا چې د پاکستان څارګرې ادارې طالبانو ته ټول امکانات او جایدادونه په پاکستان کې ورکړي دي او کله یې چې د ګټو خلاف را وڅرخېږي، پانګه یې کنګل او ټول جایداد یې ترې ګرځوي. که نور هم ورته خطرناک ؤ، نو له وژلو یې هم درېغ نه کوي.

په دې برخه کې به ډېرو ته دا تجربه شوې وي چې طالبانو څومره منفور او څومره د پردیو د ګټو سالاران دي. په ټیټه کچه هېڅ طالب جنګیالی له دې منافقتونو خبر نه دی خو په لویه کې بیا هر مشر په دغه رزالتونو کې لاس لري خو د وجدان جنازې یې ډېرې وختي بار کړې دي.

د یو ځوان په توګه د وسلوالو طالبانو له دغو کړنو نه په انتهایي کچه ناهیلی او اصلاح کېدو ته یې زیات خوشبین نه یم ځکه دغې ډلې ته ډېر منفورې او شیطان صفته کړۍ ور چاپېرې دي.

د روژې مبارکې میاشتې په پار دوعا کوم چې زما دغه ناهیلي غلطه ثابته شي او د سولې په لمر سره په افغانستان کې د بشر دوستۍ او سوله دوستۍ ژوند حاکم شي.

تنویر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.