The news is by your side.

درې ترهګریزې ډلې په بدخشان کې ګډ خلافت جوړوي

خبریال وېب پاڼه/ داعش، طالبان او القاعده ډلې په بدخشان ولایت کې ګډ خلافت جوړوي.

د داعش ډله له طالبانو او القاعده سره په همکارۍ کې د ګډ خلافت جوړښت لپاره لستوڼي بډ وهلي دي،
د بدخشان ولایت غرنی ـ ستراتیژیک او د ګنو معدني زېرمو لرونکی ولایت دی چې د ترهګرو پام یې ځان ته اړولی دی، د ترهګرو د جګړې ماشین هم د کانونو قاچاق تود ساتلی دی.

د بدخشان جرم ولسوالۍ د طالبانو، القاعدې او داعش تر ټولو ستر مرکز دی.

د طالبانو ـ القاعدې او داعش مثلث د بدخشان دوه ویشت ولسوالۍ د سیمې او نړۍ ترهګرو په مرکز باندې بدل کړی دی.

د جرم ولسوالۍ دغه دره کې د تاجکستان انصارالله ډله، د چین ایغوریانو، ترکستان او د ازبکستان اسلامي حرکت له خپلو کورنیو سره اوسیږي، چې له همدې درې څخه ورانکاره فعالیتونه ترسره کوي.

د بدخشان امنیه قومندان اسدالله محمدي وایي، د انصارالله ډله ابراهیم تاجکستاني، ترکستاني شرقي حاجي فرقان او د ازبکستان اسلامي حرکت مشري مکرمه ازبکستانی کوي.

خو اوس د داعش ډله له طالبانو او القاعده سره په همکارۍ کې د ګډ خلافت جوړښت لپاره لسټوني بډ وهلي دي، هغه خلافت چې دغه ډلو د پراختیا لپاره یې منځنۍ آسیا ته پام اړولی دی.

د دغه ولایت ولایتي شورا خبرداری ورکوي که چېرې د داعش او القاعده ځالي له منځه ولاړې نه شي د افغانستان او نړۍ لپاره به په یو ستر سرخوږي باندې بدلي شي.

د جرم او بهارک ولسوالیو کې د نښتو دوام سلګونه کورنۍ هم د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې کړي دي.

د دغه بې ځایه شویو شمېر چې ۸ سوه کورنیو ته رسیږي، د ژوندي پاتې کېدو لپاره یې خپلې مېنې پرېښې دي، خو اوس له بې وزلۍ او لوږې سره لاس او ګریوان دي.

له جګړې دغه ستړي خلک، خپله شپه او ورځ خپلو کورونو ته د بېرته ستنېدو په هیله تېروي، خو داسي نه ښکاري چې په بدخشان کې جګړه د هغه ستراتیژیک او جغرافیایي موقعیت ته په پام سره چې لري یې، ژر پای ته ورسیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.