The news is by your side.

پنځه زره ارزګانیانو ته د کار زمینه برابریږي

خبریال وېب پاڼه/ د ارزګان ولایت د چارو ادارې ریاست پلاوي همایون شبیر په دې ولایت کې د بیکارۍ کچې راټیټولو په اړوند وايي، چې مرکزي اداره غواړي، پنځه زره بې کارو کسانو ته کاري بوختیاوې رامنځته کړي تر څو له دې لارې د خپلو کورنیو لپاره حلاله نفقه پیدا او هم د ولایت په ښېرازۍ کې ونډه ولري.

یاد پنځه زره کسان به دې ولایت کې مشخصو ټولګټو پروژو لکه، د اوبو کوچنیو ډمونو، د پارکونو صفايې، د کانالونو صفايې، پُل او پلچکونو صفايې، د ښار صفايې، تحکیم کاري او نورو برخو کې کار کوي، چې د هرې ورځې مزد به یې د چارو ادارې لوی ریاست د ملي انکشاف ریاست له خوا ورکول کیږي.

د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید مسؤولینو ته د یادو پروژو د لېست او ترتیب په اړوند لازمې لارښوونې وکړي او زیاته یې کړه، چې د پروژې لومړیتوب بندي او بیا دې د کارکوونکو شمېر ورته مشخص کړي.

ارزګان هغه ولایت دی چې تر نيمايي زيات شمېر اوسیدونکي يې لا دولسم ټولګي فارغ شوي او د کانکور په ازموينه کې ګډون نه کوي.

په ارزګان کې د عامه پوهاوي د نه شتون له امله د کانکور ازموينه کې تر نيمايي زيات د دولسم ټولګيو فارغ زده کوونکي د کانکور په ازموينه کې ګډون نه کوي.

په دغه ولايت کې مدني فعالان بیا په دې برخه کې د پوهنې رياست چارواکي پړ يادوي.

د ارزګان د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد نسيم همتزی وايي په دغه ولایت کې به په راتلونکي کې د کانکور په ازموينه کې د ١٤٥٤ فارغ شویو زده کوونکو له جملې څخه يوازې ٦ سوه فارغين ګډون وکړي.

د ارزګان د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمدنسيم همتزی يې لامل د کورنۍ د پوهاوي نه شتون ياده وي.

په ورته مهال په ارزګان کې مدني فعالان بیا دغه چاره ناهيله کوونکي يادوې او پړه يې د پوهنې پر رياست ور اچوي.

په ارزګان کې د مدني ټولنو غړي یې لامل د ارزګان د پوهنې رياست کمزوری مدیریت يادوي او زياتوي چې په دې برخه کې مسؤولين دومره ظرفيت نه لري څو زده کوونکي د کانکور ازموينې ته چمتو کړي.

دا په داسي حال کې ده چې په دغه ولايت کې لسګونه ښوونځي لاهم د جګړو او يو شمېر نورو لاملونو له امله تړلي دي او زرګونه زده کوونکي د زده کړو څخه بې برخي پاتې دي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.