The news is by your side.

“واکسین به په مساوي توګه ووېشل شي”

خبریال وېب پاڼه/په نړۍ کې د کرونا وبا پر وړاندې د واکسین جوړېدنې د بهیر له چټک والي سره د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې واکسین به په مساوي توګه ووېشل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه بیان کې ویلي دي چې د کرونا پر وړاندې د جوړېدونکو واکسینو په صورت کې به د وېشلو لړۍ ډېره منصفانه وي او هر هېواد ته به له ټاکل شویو نورمونو سره واکسین ورکول کېږي.

د دغه  سازمان ادارې ویلي چې د نړۍ له مشرانو او د د نړیوالو خصوصي سکټورونو له غړو سره په همغږۍ یې د کرونا وبا د هر ممکنه واکسین او درمل جوړېدو په صورت کې به یې په مساوي وېش کې همکاري او مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ په بریتانیا کې په لومړي ځل د کرونا لپاره جوړ شوي واکسین پر انسان و آزمایل شول. تمه ده د دغه واکسینو په اغېز په نیږدې راتلونکي کې معلومات شریک شي.

تېره اونۍ د بریتاینا د روغتیا وزیر اعلان کړی ؤ چې د کرونا واکسین آزمایلو ته چمتو دي. د آکسفورډ پوهنتون یوې ډلې دا واکسین په څه د پاسه دریو میاشتو کې جوړ کړي دي او لومړنۍ آزموینه یې پر انسان وشوه چې نیم د کرونا ضد او نیم نور د کنټرول واکسین ورکړل شوي دي.

د دغې واکسینو د جوړولو مشري د سارا ګلبرټ چې د جینر په انستیتوت کې یوه وتلې واکسین پوهه ده او له دې وړاندې یې هم کرونا ته د ورته یو ډول ویروس لپاره اغېزمن واکسین جوړ کړي وو، چې مثبته پایله یې لرله. دغې بریتانیایۍ روغتیایي ډلې ویلي دي چې د واکسینو مثبتې اغېزې ته ډېر هیله من دي خو د فیصدۍ ګراف یې اوس ښودلی نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه په امریکا کې هم د کرونا ضد واکسینو ازموینه شوې وه خو مثبته نتیجه پایلې په هکله یې معلومات رسنیز نه شول. اوس مهال په ټوله نړۍ کې په څه د پاسه ۷۷ ډوله واکسینو باندې کار روان دی.

ویل کېږي د دغو واکسینو لپاره شاوخوا دری سوه کسان ځانګړي شوي وو، چې له ډلې یې په دوو داوطلبو کسانو باندې شوي دي. تر اوسه ویل شوي نه دي چې د دغې واکسینو پایلې به کله معلومېږي خو د ګلبرټ په وینا تمه ده د دغې واکسینو اغېز مثبت وي.

د روغتیا نړیوال سازمان ادارې مشر تیدروس ګبریاسس د اروپایي ټولنې له مشرانو او د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره د د ویډیویي کانفرانس له لارې خبرې کړې دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې د کروا وبا درملنه باید ارزانه، خوندي او تول شموله وي.

تر اوسه کره وخت نه دی په ډاګه شوی خو یو شمېر روغتیا پالان وایي چې ښایي تر سپټمبر پورې د کرونا واکسین جوړ او د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسول شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.