The news is by your side.

د لويې لاري موټر چلوونکي له پولیسو شکایت کوي

د زابل اوسیدونکي او د کابل کندهار لويې لاري موټر چلوونکي شکایت کوي چې تر بل هر وخت د دې ولایت په مربوطاتو کې د پولیسو له لوري زیات ځورول کیږي، سپکي سپوري ورته وايي او په زور ورڅخه پیسې اخیستل کیږي، دوی په دې اړه د مرکزي حکومت څخه د اصلاحاتو غوښتنه کوي، د زابل امنیه قوماندان د یادو کسانو د ادعا په اړه وايي چې باید خلګ ده ته رسمي عریضه وکړي تر څو په اړه يې اجرات وکړي.

زابل چې د هېواد په سهیل کې پروت ولایت دی، خلګ يې د ناامنیو تر څنګ د ځايي مسؤلینو د بې کفایتئ او ناوړه چلند څخه سخت کړیږي او په دې ولایت کې د کابل کندهار څه باندي ۱۷۰ کیلومتره لویه لار تېره سوې چې تر ډیره يې د امنیت د ټینګښت مسؤلیت د پولیسو په غاړه دی.

د کابل – کندهار د لويې لاري یو شمېر موټر چلوونکي چې په زابل ولایت کې تیریږي، وايي تر بل هر وخت د زابل په مربوطاتو کې ورڅخه زیاتي پیسې اخیستل، ځوریږي او حتا وهل کیږي. دوی وایي څو ځله يې پدې اړه د زابل مسؤلینو ته خبرداری هم ورکړی دی خو حالت ورځ تر بلي خرابیږي او نور دوی مجبور دي چي یا پر دې لویه لار تګ راتګ پریږدي او یا هم به په کاروبار کې تاواني او بې عزته کیږي.

دا موټر چلوونکي وايي، نور د دې حالت څخه پوزي ته راغلي دي او باید مرکزی حکومت د زابل په پولیسو کې بنیادي بدلون او اصلاحات راوړي.

د زابل یو شمېر اوسیدونکي / قومي مشران هم پدې وروستیو کې د زابل د پولیسو ناوړه حالت او چلند اندېښمن کړي؛ دا اوسیدونکي وايي چې د پولیسو له لوري د پیسو اخیستل، د خلګو وهل او وژل پر دې لویه لار زیات سوي او باید د زابل د مسولینو تر څنګ مرکزي حکومت د دې لويي لاري په اړه ځانګړې پاملرنه وکړي.

د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حق بیان وايي، چې د پولیسو له لوري د پیسو اخیستل د ولایتي لوړپوړو مسؤلینو په آمر ترسره کیږي او دوی په دې اړه اسناد هم لري. ښاغلی حق بیان وايي د زابل امنیتي وضعیت او د خلګو او موټر چلوونکو چلند د اندیښنې وړ دی، که چیري مرکزي حکومت ودې ولایت ته پاملرنه ونکړي، زابل به بدو حالاتو سره مخ سي.

د زابل سرپرست امنیه قوماندان که څه هم د دې ستونزو په اړه د خلګو ادعاوي ردوي خو د موټر چلوونکو او عامو خلګو څخه غواړي چې دوی ته دې رسمي عریضه وکړي تر څو يې ستونزي حل کړي کنې خلګ دې بې ځایه ادعاوي نکوي.

په وروستیو کې د زابل د امنیتي حالت تر څنګ اوس خلګ د پولیسو د ناوړه چلند او د پیسو اخیستلو څځه سخت په تکلیف دي او پر مرکزي حکومت ږغ کوي چې روان حالت ورته د منلو وړندی.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.