هند؛ که افغانستان وغواړي، روغتیایي ټیمونه ورلېږو

خبریال وېب پاڼه/هندي چارواکي وایي که افغانستان وغواړي، دوی چمتو دي چې د کرونا ضد مبارزې ته خپل روغتیایي ټیمونه ور واستوي.

هندي رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو له قوله وایي که افغانستان وغواړي دوی چمتو دي چې خپل روغتیایي او نظامي ټیمونه افغانستان ته د کرونا پر وړاندې مبارزې ته ولېږي. هند تر اوسه کوېټ او مالدیف ته خپل سرتېري او روغتیايي ټیمونه لېږلي دي او زیاتوي که افغانستان وغواړي، دوی چمتو دي چې ورته مرسته له دغه هېواد سره هم وکړي.

تېره اونۍ له دغه هېواد څخه د مرستو څو بکسې افغانستان ته را ورسېدې، چې ګڼ روغتیایي توکي او غنم شامل وو. د هندوستان د مرستو لومړۍ جوپه د روانې اپرېل میاشتې په شلمه نېټه نیمرزو ته را ورسېده او په ورته وخت کې یې کابل ته هم د روغتیایي توکو او درملو یوه بکسه رسېدلې وه چې د کرونا پر وړاندې مبارزې ته ځینې ځانګړي شوي روغتیایي مواد په کې شامل وو.

دا په داسې حال کې ده د کرونا وبا په خپرېدو سره له نړۍ سربېره افغانستان هم له اقتصادي اړخه په ملیونونه ډالره زیان ولید چې دې حالت په بازار او مارکېټونو باندې هم ژور اغېز وشینده. د اقتصاد وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې د خوراکي او لومړنیو ارتزاقي توکو په بیو کې تر اوسه ۲۰ سلنه لوړووالی راغلی چې دې حالت د خلکو ژوند د بېوزلۍ او فقر په لور بېولی دی.

د کویډاـ۱۹ ناروغۍ په زیتېدو او په هېواد کې د خپرېدو سره سم یو شمېر آسیایي هېوادونو ه افغانستان سره خپلو بشر دوستانه مرستو ته دوام ورکړ. تېره میاشت کې له عربي متحده اماراتو، چین او ازبکستان څخه هم افغانستان ته مرستې راغلې وې دغې هېوادونو له افغانستان سره د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه او د نورو بشري مرستو پر دوام هم ټینګار کړی ؤ.

هند په سیمه کې د افغانستان ستراتیژیک دوست هېواد دی چې په تېرو دوو لسیزو کې یې له افغانستان سره په ملیاردونو ډالره مرسته کړې ده او یو شمېر انکشافي کارونه یې هم کړي دي چې د سلما بند یې یوه بېلګه ده.

د هندي رسنیو د تازه معلوماتو له مخې هند له افغانستان سربېره بنګله دېش او سریلانکا ته هغه مهال خپل سرتېري او روغتیایي ټیمونه لېږي چې دوی یې په خپله غوښتنه وکړي. اوس وخت کې افغانستان له کرونا سربېره د طالب اورپکو لخوا د بریدونو له امله هم له سخت ناورین سره مخ دی.

هندي چارواکو ویلي چې د دوی سرتېري او روغتیايي ډلې په تیارسۍ حال کې دي او هڅه کوي د کرونا مبارزې لپاره له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره هر راز مرستې وکړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More


fethiye bayan escort yalova escort yalova escort bayan van escort van escort bayan uşak escort uşak escort bayan trabzon escort trabzon escort bayan tekirdağ escort tekirdağ escort bayan şırnak escort şırnak escort bayan sinop escort sinop escort bayan siirt escort siirt escort bayan şanlıurfa escort şanlıurfa escort bayan samsun escort samsun escort bayan sakarya escort sakarya escort bayan ordu escort ordu escort bayan niğde escort niğde escort bayan nevşehir escort nevşehir escort bayan muş escort muş escort bayan mersin escort mersin escort bayan mardin escort mardin escort bayan maraş escort maraş escort bayan kocaeli escort kocaeli escort bayan kırşehir escort kırşehir escort bayan www.escortperl.com