The news is by your side.

کندهار کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۰۳ ته ورسېدی

خبریال ډاټ کام | په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کندهارکې د کرونا ویروس ۲۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په دې سره په دغه ولایت کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۰۳ ته ورسېدی.

د کندهار د عامي روغتیا ریاست چارواکي زیاتوي چې په کندهار کې ۴ تنه د کرونا ناروغۍ له کبله مړه شوي هم دي.

د کندهار د عامي روغتیا ریاست د کرونا د برخې مسئول رسنیو ته وويل چې په څلورو مړو شویو کسانو کې د بیلا بیلو عمرونو کسان شامل دي.

په کندهار کې د کروناویروس ناروغۍ د چټکې پراخېدو په اړه اندېښنې تر بل هر وخت زیاتي شوي دي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست وايي چې روغتیايي لار ښوونو ته نه پاملرنه په کندهار کې د کرونا ناروغۍ د پراختیا عمده علت دی چې عام خلک ورته پاملرنه نه کوي.

په کندهار ښار کې د ګڼي ګوڼي د مخ نیوي لپاره له تیرو درو اونیو راهیسې ښار قرنطین وو خو د روژې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د قرنطین بڼي تغیر کړی.

د کرونا پرضد د مبارزې د ولایتي کمېټې د پریکړې له مخې کندهار ښار به د سهار له پنځو څخه د مازدیګر تر څلورو بجو پوري پرانیستی وي او تر هغه وروسته به د سهار تر پنځو بجو پوري ګرځ بندیز او ښار هم تړلی وي.

دغه راز د کرونا ناروغۍ د مشکوکو پېښو د معلومولو په طبي لابراتوار کې د جنوبي حوزې په څلورو نورو ولایتونو هلمند، زابل، ارزګان او نیمروز ولایتونو کې د کرونا ۱۳ نوي پېښي هم ثبت شوي چې ۷ يې په نیمروز،۳ په زابل، ۲ په اروزګان او ۱ هم په هلمند ولایت کې ده.

په ورته وخت هرات کې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د کرونا ۲۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د هرات د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸۶ ته رسېدلی دی. سرچینه کاږي چې له دې ډلې ۹۷ بېرته جوړ شوي او اووه کسه هم مړه شوي دي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.