The news is by your side.

مایک اسپر؛ طالبان دې تاوتریخوالی کم کړي

خبریال وېب پاڼه/د امریکا د دفاع وزیر په خپلو تازه ټویټري څرګندونو کې پر وسلوالو طالبانو غږ کړی چې تاوترخوالی دې کم کړي.

مایک اسپر په خپلو تازه ټویټري پیغامونه کې پر طالب اورپکو غږ کړی چې تاوتریخوالی دې کم کړي او بین الافغاني خبرو ته دې لار هواره کړي.

امریکا شاوخوا دوې میاشتې وړاندې د قطر په دوحه کې له طالب اورپکو سره د سولې لومړی تړون لاسلیک کړ. په دغه هوکړه لیک کې څلور مادې ځای پر ځای شوې وې چې طالبان په کې د یوې وسلوالې ډلې په نوم پېژندل شوي وو او له افغان حکومت سره یې د بندیانو له تبادلې سربېره د تاوتریخوالي په کمېدو هم توافق کړی ؤ.

خو وسلوالو طالبانو له امریکا سره د اورکم له اونۍ وروسته یو ځل بیا په ټول هېواد کې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات کړ او د نړیوالو له غوښتنو سره سره یې تر دې مهاله په خپلو بریدونو کې کمی نه دی راوستلی. تېره اونۍ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او بیا په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپلو څرګندونو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د اوربند غوښتنې رد کړې او زیاته یې کړه چې د سولې او بین الافغاني مذاکراتو نه مخکې به دوی خپل بریدونه و نه دروي.

په دې وروستیو کې له طالبانو څخه د امریکایي چارواکو په ګډون د نړیوالو سازمانونو لخوا په متواتره توګه د اوربند غوښتنه کېږي. تازه د اسلامي هېوادونو سازمان هم پر وسلوالو مخالفینو غږ کړی چې د روژې مبارکې میاشتې په را رسېدو سره دې طالبان په افغانستان کې اوربند اعلان کړي.

د سعودي عربستان په جده ښار کې د نړیوال سازمان له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې له ټولو افغان مشرانو څخه غوښتل شوي چې په دغه سپېڅلې میاشت کې دې د سولې، اوربند او تاوتریخوالي  کمولو لپاره کار وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې په برخه کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پر افغان مشرانو غږ کړی چې پر هېواد او خلکو دې زړه سوی وکړي او خپل منځي اختلافات دې نور هوار کړي. نوموړي په خپلو څرګندونو کې د ناټو د پرونۍ وینا هرکلی هم کړی دی، چې له طالبانو نه یې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې وه. خلیلزاد ویلي چې د امریکا او د دوی د متحدینو غوښتنه یې په افغانستان کې د روانې جګړې ختمول دي.

مایک اسپر وایي چې طالبانو دې په اوربند سره وښیي چې سولې او بین الافغاني مذاکراتو ته ژمن دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.