The news is by your side.

امریکا سره تر تړون وروسته طالبانو ۳۰۰۰ بریدونه کړي

خبریال وېب پاڼه/د ملي امنیت شورا په خپل تازه بیان کې وایي چې له امریکا سره د طالبانو له لومړني هوکړه لیک وروسته دغې اورپکې ډلې په افغان ځواکونو څه د پاسه ۳ زره بریدونه کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو په دغو شاوخوا ۳۰۰۰ بریدونو کې ۷۸۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده او د تېر په پرتله یې خپلو بریدونو ته زیات زور ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت په تېرو څو اونیو کې د طالب اورپکو ۵۵۰ بندیان خوشي کړي دي او په وار وار یې له دغې ډلې څخه په هېواد کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده خو په مکرر ډول رد شوې ده.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې امریکا او طالبانو د سولې لومړنی تړون لاسلیک کړ او خپل منځي اوربند یې اعلان کړ. تمه وه چې له دغې تفاهم وروسته به د افغان وژنې بهیر ودرېږي خو برعکس د پام وړ زیاتوالی په کې راغی.

له دغه هوکړه لیک را وروسته د امریکا په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو څو ځله پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی کم کړي او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره لار هواره کړي خو تر اوسه پورې د اوربند کومې هیلې نشته. د اسلامي هېوادونو نړیوال سازمان هم په خپل تازه بیان کې په افغانستان کې د اوربند غوښتونکي شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د روژې په پیل سره د ځوانانو یوه لویه کتله د (اوربند غواړو) تر سرلیک لاندې خپرونې کوي او پر طالبانو غږ کوي چې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر دې اوربند وکړي او افغان وژنه دې بنده کړي خو کارپوهان په دې اند دي چې طالبان به ځکه اوربند ونکړي چې ښایي د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېدونکي جنګیالي له لاسه ورکړي او د دوی صفوف به ګډوډ شي.

د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل رسنیو ته وویل چې یوازې په تېره اونۍ کې د طالبانو لخوا بریدونو کې ۳۴ ملکیان وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان دي. نوموړی زیاتوي چې طالبان هره ورځ په منځني ډول پر افغان امنیتي ځواکونو ۵۱ بریدونه کوي چې لږ تر لږه ۱۵ ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اړوي.

په دغو بریدونو کې د افغان ځواکونو لخوا هم دغې اورپکې ډلې ته په دفاعي توګه درانه تلفات اوښتي دي. ویل کېږي. له تېرو دوو میاشتو را په دې خوا تر ۲۷۰۰ زیات طالبان هلاک شوي دي، چې یوازې تېره اونۍ یې ۹۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او تر ۲۱۰ زیات یې ټپیان شوي هم دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.