The news is by your side.

د تا، لبانو بل مشکل؛ د حل لپاره يې د روسیې مرسته وغوښته

خبريال وېبپاڼه: د تا، لبانو بل مشکل؛ د حل لپاره يې د روسیې مرسته وغوښته، د افغانستان نوی حکومت د مشروعيت د ستونزو په حل کې تراوسه پورې ناکام ښکاري، د نړيوالو سره په اړيکو جوړولو کې ناکامي ورځ تر بلې هېواد ته زیان رسوي او د خلکو په ژوند تاثير کوي، تازه حکومت د مشروعيت د ستونزې د يوې برخې د حل کولو لپاره د روسیې څخه مرسته غوښتې ده.

د تا، لبانو له لوري په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازيتوب ته نوماند سهيل شاهين وايي چې دوی په دې برخه کې په روسيه باندې حساب کوي، شاهین د روسیې د ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي دي چې دوی د خلکو ملاتړ له ځان سره لري، د روسیې سره یې پخوا هم اړیکې ښې وې او اوس هم ورسره ښې اړیکې لري، نوموړي د مرکې په دوام کې وويل چې دی هيله لري چې روسیه به په ملګرو ملتونو کې دده له نوماندۍ ملاتړ وکړي.

شاهین په داسې حال کې د روسیې څخه د مرستې هيله څرګندوي، چې میاشت وړاندې په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي وسيلي نبينزا ويلي و چې دوی دا ډول هېڅ پلان نلري چې په اساس یې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چوکۍ تا، لبانو ته وسپارل شي.

د روسیې حکومت په رسمي ډول تراوسه پورې د تا، لبانو دې هيلې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، د سياسي چارو ځينې پوهان وايي چې مخکې له دې چې تا،‌لبان په افغانستان کې بريا ته ورسېږي نو روسیې ورڅخه ملاتړ کاوه او تا، لبانو هم دا هيله درلوده چې کله حکومت ونيسي نو د نړيوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره ددوی سره مرسته وکړي مګر اوس روسيه ورځ تر بلې په شا کېږي او د تا، لبانو د مشروعیت په برخه کې کومه دلچسپي نه ښکاره کوي.

Comments are closed.

koi finance