The news is by your side.

شاهین د افغانستان د سفارتونو په هکله د تا، لبانو مهمه پرېکړه اعلان کړه

خبريال وېبپاڼه: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب ته نوماند سهيل شاهين وايي چې په هېڅ هېواد کې د سياسي استازولۍ او سفارت د تړلو نیت نلري، نوموړي وويل موږ نیت نلرو چې کوم سفارت بسته کړو مګر د یوه دولت په حيث دا حق لرو چې د سفارتونو کار کوونکي د یو سفارت څخه بل او یا وزرات خارجې ته تبديل کړو، شاهين دا یوه طبيعي چاره وبلله.

شاهین د خپلو خبرو په‌ دوام کې وويل چې افغان ديپلوماتانو ته یې وروسته د هغه د کار د دوام اجازه ورکړه چې کله یې دادی سره دا ژمنه وکړه چې د افغانستان د خلکو او نوي دولت خدمت به کوي، تا، لبان په داسې حال کې په بهرنیو سفارتونو کې د ديپلوماتانو د کار خبره کوي چې په ځینې هېوادونو کې پخپله د افغانستان د پخواني حکومت سفیران د تا، لبانو حکومت په رسميت نه پېژني او ځانونه اوس هم د افغانستان د پخواني حکومت استازي بولي.

ددې ډول سفارتونو څخه يو هم په تاجکستان کې د افغانستان سفارت دی، په ياد هېواد کې د شمالي ټلوالې ژمن کس سفير مقرر شوی و چې د افغانستان د حکومت سقوط وروسته یې خپل وفاداري د شمالي ټلوالې د غړي او د اشرف لمړني مرستیال امرالله صالح ته اعلان کړه، ددې ترڅنګ په سویس کې هم د افغانستان د سفارت چارواکي ډېری د شمالي ټلوالې کسان و چې تراوسه هلته ځان د نوي حکومت استازی نه بولي.

تا، لبانو تراوسه په محدودو سفارتونو کې خپل کسان ټاکي دي، له دې څخه يو هم په پاکستان کې د افغانستان سفارت دی، تا، لبانو څه موده وړاندې په پاکستان کې د افغانستان سفارت او سياسي استازولیو ته نوي کسان وګمارل، ويل کېږی چې دوی په دوحه کې هم د افغانستان په سفارت کې ځینې کسان ټاکلي، داسې ګنګوسې هم شته دي چې کېدی سي نعيم وردک د دوحې دفتر وياند کېدی شي هملته د سفير په حيث وټاکل شي.

Comments are closed.