The news is by your side.

انس حقاني په لومړي ځل د تا، لبانو لپاره د امريکا د خطرناک پلان څخه پرده پورته کړه

خبريال وېبپاڼه: انس حقاني چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزرات د وزير ورور دی په خپله تازه مرکه کې د افغانستان د اوسنيو حالاتو او د امريکا د بندیزونو په هکله مهمې څرګندونې کړې دي.

نوموړي په دې مرکه کې د هغه خبرو اړوند چې ويل کېږي حقاني شبکه د تا، لبانو څخه بېله ده او دننه په تا، لبانو کې دا شبکه د نورو سره قوي اختلاف لري ويلي دي چې د حقاني شبکې په نامه څه شتون نلري، دوی د تا، لبانو څخه ځان بېل نه بولي او هېڅ وخت یې د حقاني د شبکې د لفظ څخه هم استفاده نه ده کړې. نوموړي وويل حقاني شبکه هغه نوم او عنوان نه دی چې دوی دې ترې استفاده کړې وي، نوموړي زياته کړه چې دا د امريکا د استخباراتو سي آی اې يو پلان دی چې غواړي په دې ډول باندې ددوی اسلامي اما- رت تجزيه کړي.

هغه د تېر شل کلن جنګ په هکله په خپلو خبرو کې وويل چې تا، لبان د جګړې عاملين او سبب نه و، ده وويل چې د جګړې او ورانیو سبب امريکا او ملګري یې و، حقاني وړاندې په افغانستان کې د بخښنې د اهمیت په هکله هم وغږیده او ويې ويل چې په افغانستان کې داخلي د جګړې ټول طرفونه نور بايد يو بل ته بخښنه وکړي.

انس حقاني د هغه خبرونو په هکله چې ويل کېږي په تا، لبانو کې دداخلي اختلافاتو له کبله ځینې تا، لب وسله وال دداعش سره یو ځای شوي دي وويل چې د تا، لبانو څخه هېڅوک د داعش سره نه دي يو ځای شي خو د پخواني رژيم ځينې کسان چې د همدې لپاره یې مالي امتيازات ترلاسه کول کېدی شي يو ځای شوي وي.

تر دې وړاندې د نوی حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ويلي و چې د افغانستان په ۷۰ سلنه خاوره کې په هېڅ شکل داعش وجود نلري تصفيه شوی دی، خو په باقي ۳۰ سلنه خاوره کې خال خال ليدل کېږي چې هغوی هم اوس د ضعيف کېدو په حال کې دي.

Comments are closed.

koi finance