The news is by your side.

د ايران له لوري تا، لبانو ته د افغانستان د کانونو د استخراج په هکله عجيب وړانديز

خبريال وېبپاڼه: په دې وروستيو کلونو کې د افغانستان پخواني حکومت په پاکستان باندې خپل اتکا راکمه کړه او ددې هېواد سره یې راکړه ورکړه ترټولو ټيټې کچې ته راورسوله، ددې په بدل کې د ايران سره سوداګري په بې ساري ډول زياته شوه، د ايران ترڅنګ د مرکزي اسيا د هېوادونو سره هم د افغانستان سوداګري د پخوا په پرتله ډېره زياته شوه.

پاکستان د افغانستان سره د سوداګرۍ په مهال ډېر وخت ګڼې ستونزې راپیدا کولې او اوس یې هم پيدا کوي، ډېری افغان چارواکو هغه که د اوسني حکومت دي که د پخواني حکومت په دې خبره اعتراف کاوه چې پاکستان ورسره ښی غوړې وعدې او ژمنې وکړي خو عمل ورباندې نکوي، له همدې کبله تېر حکومت داسې یو پلان درلود چې د تورخم د بندولو سره باید په افغانستان کې خوراکي توکي په هېڅ صورت قيمته نشي.

د ایران سره د سوداګرۍ د زیاتیدو وروسته دې کار دواړو هېوادونو ته ګټه درلوده، د ايران له لوري افغان سوداګرو ته هېڅ ډول ستونزه نه جوړېده او اوس هم نه جوړېږي، دې کار د ايران لپاره ډېر ارزښت درلود، ځکه ايران د یوه لوري د امريکا د سختو بندیزونو سره مخ دی او د بل لوري ورباندې نور ګاونډیانو دروازې تړلې دي، مثال اذربایجان، ارمنستان، ګرجستان حتی سوریې او عراق ورسره په سوداګرۍ کې محدويتونه وضع کړي دي، نو په دې صورت حال کې د افغانستان سوداګري ورسره زیاتېدل‌ ددوی لپاره ډېر پرمختګ و.

اوس چې په افغانستان کې حکومت بدل سو نو د ايران او افغانستان ترمنځ سوداګري يو څه پيکه شوه او ددې په ځاي د پاکستان سره سوداګري زياته شوه، اوس د ايران حکومت د افغانستان نوی حکومت ته وړاندیز کړی دی چې د افغانستان د کانونو په استخراج کې به ورسره هر ډول مرسته ترسره کوي، حسین سليمي د افغانستان او ايران د سوداګرۍ د‌ ګډې خونې ريس وايي چې که چېرې تا، لبان کانونه وباسي نو لاس ته به یې پیسې ورشي او چې پيسې ورسره وی نو د ايران څخه به واردات زیات کړي.

نوموړي د افغانستان د کانونو د استخراج په هکله نور څه ونه ويل چې ايا دوی صرف همدا یوه ګټه ترې لري چې تا، لبان پيسې پيدا کړي او ايراني توکي وپېري او که نه نور شرايط هم لري، ده وویل چې تا، لبان یې وړاندیز کړی او هغوی په مشورو بوخت دي.

Comments are closed.