The news is by your side.

د خوړو نړيوال پروګرام افغانستان ته ښه خبر واراوه

خبريال ويب پاڼه/ د افغانستان په ګاونډيانو تر يوې کچې باشرفه هېوادونه هم شته چې غواړي په سختو شرایطو کې له افغانانو سره تر يوې کچې مرسته وکړي.
د خوړو نړيوال پروګرام ډبليو ايف پي په خپل یوه تازه دريځ کې له افغانستان سره د خوارکي توکو د مرستو ژمنه کړې.
ډبيلو ايف پي ويلي چې د تاجکستان له لارې غواړي د خوراکي توکو زیاتي مرستې له افغانستان سره وکړي.
نن د دې خوراکي توکو بار څو لارۍ د مرستو د پيل په پلمه د تاجکستان څخه افغانستان ته ټ خوځېدې.
د خوراک نړيوال بنسټ د خپرو شويو مالوماتو له مخې پرون دوی د خپل پروګرام پيل وکړ او له دې وروسته به د دې مرستو د انتقال لړۍ له تاجکستان هېواد څخه دوام و لري.
په ورته وخت کې د تاجکستان هېواد چارواکو هم ويلي چې دوی دې ته چمتو دي ترڅو له بشردوستانه بنسټونو سره افغانستان ته د مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.
اوسمهال افغانستان کې د مرستو د ټکني راتګ لامل د ټرانزیټ تړل کيدل او د هوايي الوتنو نه شتون دی چې بنسټونه يې له ستونزو سره مخ کړي.
د افغانانو بده ورځ او ګاونډيان
پاکستان د نړۍ په کچه يو شيطاني نوم او په همدې ليکه چلښت لري خو بد مرغي دا ده چې دا هېواد له افغانستان سره ګاونډيتوب لري، چې له شر او فساده ماسيوا يې تر اوسه افغانستان ته هيڅ نه دي کړي.
که هم پاکستاني چارواکي په خپلو خبروکې د افغانستان بد وضعيت بیانوي خو د هند مرسته شوي غنم بیا افغانستان ته نه پريږدي او اجازه نه ورکوي.
که هم د پاکستان لومړي وزير په خپلو وروستيو څرګندونو کې دا يادونه کړې چې د هند د مرستو و چوپې ته به اجازه ورکوي چې افغانستان ته ولاړې شي خو پر هغه سربيره بيا هم دوه ورځې وړاندې هند اعلان وکړ چې پاکستان لا هم اجازه نه ورکوي چې د دوی مرسته شوي غنم افغانستان ته ولاړ شي.
نړیوال بنسټونه وايي که له افغانستان سره په ژمي کې مرسته و نه شي نو د يوه لوی بهران د رامنځته ته کيدلو ويره زياته ده او باید ټول هېوادونه لاس په کار شي او افغانان و ژغوري

Comments are closed.