The news is by your side.

د تا، لبانو څخه دنړۍ د پنځوسو هېوادونو د مشرانو غوښتنه

خبريال وېبپاڼه: د نړۍ د لسګونو هېوادونو مشرانو د افغانستان په روان وضعیت باندې اندېښنه څرګنده کړه او په يوه اعلاميه کې یې د افغانستان د نويو واکمنانو څخه وغوښتل چې سمدلاسه دې د ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

د نړۍ د پنځوسو هېوادونو مشرانو د کمبوډیا په کوربه توب په یوه انلاين غونډه کې د افغانستان او ميانمار په حالت خبرې وکړې، دغه مشرانو د افغانستان په هکله خپله ژوره انديښنه څرګنده کړه او زياته یې کړه چې د خیریه بنسټونو په وړاندې بايد هېڅ ډول خنډ پاتې نشي ترڅو پورې د افغانستان خلکو ته بیړنۍ بشري مرستې ور ورسېږي.

په دغه غونډه کې راټولو شويو نړيوالو مشرانو ټينګار وکړ چې افغانستان بايد پخوانيو ورځو ته شتون نشي او په دې هېواد کې بيا د افراطي ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځايونه رامنځته نشي، يادو مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د تا، لبانو څخه وغوښتل چې د ټولو ترهګرو ډلو سره دې خپلې اړیکې سمدلاسه پرې کړي.

د نړيوالو ددې غوښتنې سره تراوسه پورې د تا، لبانو حکومت کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تا، لبانو تر دې وړاندې ويلي و چې د هیڅ ډول ترهګرې ته په افغانستان کې ځای نه ورکوي چې په نورو هېوادونو بريد وکړي.

تا، لب چارواکي هغه ډلې چې نړۍ یې ترهګرې بولي ترهګرې نه بولي او نه د هغوی سره د اړيکو شلول مني بلکې ټينګار کوي چې دوی به اجازه ورنکړي چې هېڅ ډله د افغانستان خاوره د امريکا او يا کوم بل هېواد په ضد وکاروي.

مګر غربي هېوادونه په بيا بيا ټينګار کوي چې تا، لبان بايد د غربي هېوادونو سره خپلې اړيکې په بشپړ ډول پرې کړي، د تا، لبانو د بهرنیو چارو وزیر وړاندې ويلي و چې دوی ددې تضمين کوي چې د افغانستان له خاورې څخه به د هېڅ هېواد په خلاف کار نه اخيستل کېږي خو نور د امريکا لپاره د هېچا سره دښمني نشي کولی.

Comments are closed.