The news is by your side.

سعودي عربستان د تا، لبانو د رسميت پېژندنې مسلې ته خنډ جوړ کړ

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان او سعودي عربستان اړیکې د تاريخ په اوږدو کې ښې وې، په مذهبي برخه کې سعودي د مسلمانانو او په دې طريق د اسلامي حکومتونو او هېوادونو لپاره ځانګړی ځای لري، د افغانستان نوی حکومت چې ځان یو اسلامي حکومت معرفي کوي د سعودي عربستان سره په اړيکو جوړولو کې نه دی بريالی شوی، تا، لبان په تېره دوره کې سعودي ته نېږدې و، سعودي یو له هغه ګوتو په شمار هېوادونو څخه وه چې د تا، لبانو حکومت يې په رسميت پېژندلی و مګر اوس سعودي د پخوا پر خلاف د تا، لبانو په رسمیت پېژندلو سره هېڅ علاقه نلري بلکې په دې هڅه کې دی چې د تا، لبانو د رسميت پېژندلو چاره ټکنۍ کړي.

ترکي الفيصل چې د سعودی عربستان د حکومتولۍ مغز ګڼل کېږي نن يو ځل بيا نړيوالو ته مشوره ورکړې ده چې مخکې له دې چې تا، لبان په رسمیت وپیژندل شي بايد تر شديد فشار لاندې ونيول شي، الفيصل چې د سعودي‌ د استخباراتو يو افسانوي مشر تېر شوی دی په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي دي چې نړيوال بايد د افغانستان څخه مخ وانه ړوي او د نړيوالو ژمنو او اصولو د عملي کولو لپاره په تا، لبانو فشار واچول شي او کله چې دا ژمنې پرځای شوې بيا دې تا، لبان په رسميت وپېژندل شي.

په داسی حال کې چې تا لبان په ټينګار سره وايي چې حکومت یې د رسميت پيژندنې لپاره ټول شرایط پوره کړي دي خو د نړۍ د هر هېواد څخه دا غژ پورته کېږي چې تا، لبان دې د رسمیت د ترلاسه کولو لپاره کړې ژمنې پوره کړي.

يوه مسله چې ټول هیوادونه ورباندې ډېر ټينګار کوي چې د ټول شموله حکومت خبره ده، نړيوال له تا، لبانو غواړي چې په خپل حکومت کې د نورو ګوندونو، نورو نظريو او قومونو خلکو ته ځای ورکړي خو تا، لبان بيا وايی چې عام مامورین ټول خلک نيسي مګر نور پوستونه يوازې تا لبانو ته ورکوي او همدا یې ټول شمول حکومت دی.

Comments are closed.