The news is by your side.

د ځنډ وروسته د تا، لبانو څخه د حکمتیار غوښتنه

خبريال وېبپاڼه: په افغانستان کې د تا، لبانو د راتګ سره يوه انديښنه دا وه چې د رسنیو سره به ددی تعامل يا په بشپړ ډول رسنۍ سقوط کړي او يا به د ډېرو سختو شرايطو او بشپړ سانسور سره مخ شي، څو ورځې وړاندې د دوی حکومت يوه اعلاميه خپره کړه چې پکې د رسنيو څخه څو غوښتنې شوې وې، ددغه اعلامیې په وړاندې د هېواد دننه او بهر غبرګونونه رامنځته شول.

ځینو ويل چې دا قوانين هېڅ ستونزه نلري، ځکه د افغاني رواج، اسلامي قوانینو مطابق د نشراتو غوښتنه شوې ده، ځينو نورو بيا ويل چې دا قوانین ډېر عام دي او تا، لبان کولی شي د خپلې خوښې په ډول یې تفسير کړي مشخص څه نشته چې کوم څه غیرې افغاني رواج دی، ځکه نن ښکاره ده چې د کلتور سره سره اوس نړيوال سټنډرډ او رواج شتون لري.

ددې قوانینو د اعلان څو ورځې وروسته د تا، لبانو یوه ویاند وویل چې دا قوانين مجبور نه دي، یانې رسنۍ مجبوریت نلري چې دا قوانین عملي کړي خو که يې عملي کړي نو ښه به وی دا یوه سپارښتنه وه رسنۍ کولی شي ويې مني او يا یې هم ونه مني.

خو ددې ټولو هخوا چې تا، لبان هم بېرته را نرم شول ګلبدين حکمتيار وايي چې په رسنیو دې نور محدوديتونه او قوانين وضع شي، حکمتیار ویلي چې رسنۍ لکه پخوا داسې دي کوم بدلون پکې نه دی راغلی، حکمتیار فکر کړی چې پخوا هرڅه کفري و اوس بايد اسلامي شي حال دا چې په دې هېواد کې هرڅه اسلامي و کوم مشکل شتون نه درلود په دې برخه کې، افغانې ښځې په اسلامي جامه کې وې.

د یادونې وړ ده چې تا، لبانو تراوسه دې افراطی وړانديز ته هېڅ ډول کوم ځواب نه دی ورکړی او نه یې هم کوم غبرګون ښودلی دی.

ليکوال: سید ابراهیم جمال

Comments are closed.